له یمن پرته امریکا خپل ټول تړلي سفارتونه بېرته پرانیزي

Image caption امريکا د پاکستان لاهور ښار نه دپلوماتان باسي

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، منځني ختيځ او نورو هېوادونو کې به خپل هغه ۱۹ سفارتونه او دیپلوماتیک مرکزونه بېرته پرانیزي، چې تېره اونۍ یې د تړلو امرکړی و.

خو واشنګټن ویلي، چې یمن کې لاهم د ترهګریزو بریدونو ګواښ او وېره شته او هلته به خپل سفارت تر ناټاکل شوې مودې تړلی پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویليو چې د یمن صنعاء کې به خپل سفارت د یو لړ ګواښونوله وېرې تړلی پرېږدي.

دوی وايي، چې هلته د القاعدې شبکې دوی ته د بریدونو ګواښ کړی و.

خو ډېر تفصیل یې په دې اړه نه دی ورکړی.

واشنګټن وايي، چې د پاکستان لاهور کې به هم خپله کونسلګري تړلې پرېږدي، چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ وتړل شوه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین بساکي ویلي، "صنعاء او لاهور کې به خپل کونسلګرۍ تړلې پرېږدو".

بساکي زیاتوي چې "موږ به د خپلو دغو تړل شویو دیپلوماتیکو مرکزونو په اړه پوره غور وکړو، او د خپلو کارکوونکو د خوندي ساتلو لپاره به لا خپل پام ډېر کړو، او د هغو امریکایانو د حفاظت لپاره به اړین ګامونه پورته کړو، چې بهر ته سفر کوي او یا زموږ بنسټونو ته ورځي".

د امریکا متحدو ایالتونو د تېرې یکشنبې پر ورځ منځني ختيځ او افریقا کې د خپلو ۱۹ دیپلوماتیکو مرکزونو او استازولیو د تړلو امر وکړ.

رپوټونه وايي، امریکا د نړۍ ګڼو هېوادونو کې وروسته تر هغه د خپلو سفارتونو د تړلو امر وکړ، چې د القاعدې شبکې د دوو مشرانو ترمنځ یې د بریدونو د ګواښ خبرې واورېدې.

د القاعدې دغو دوو مشرانو پر سفارت د برید په اړه خبرې کولې.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ امریکا د پاکستان لاهور ښار کې د خپلې کونسلګرۍ د تړلو امر وکړ.

امریکايي چارواکو وویل دا ګام یې د احتیاط لپاره پورته کړی، خو د ‎ نورو تړل شویو دیپلوماتیکو مرکزونو له مسالې سره هېڅ تړاو نه لري.

ورته مطالب