په اسپانیا او فرانسه کې قاچاقبرې ډلې نیول شوي

Image caption پولیس وايي نیول شویو مشکوکو قاچاق کوونکو خلکو ته لارښوونې کولې چې څنګه د سیلانیانو په ډلو کې ورګډ شي څو د چا پام وروانوړي.

په فرانسه او اسپانیا کې په لسګونه د انسانانو مشکوک قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

پولیس وايي دغو مشکوکو قاچاق کوونکو اروپا او امریکا ته چینايي اتباع قاچاق کول.

ویل شوي چې د دغو قاچاق کوونکو اصلي مشران د اسپانیا په بارسلونا کې وو چې هغوی هم په نیول شویو کسانو کې شامل دي.

۸۱ پاسپورتونه چې د اسیايي هېوادونو دي هم نیول شوي دي.

هغه تصویرونه چې د پولیس له خوا خپاره شوي نیول شوي پاسپورټونه نقدې پیسې او یو تومانچه ښيي.

پولیس وايي دغو قاچاق وړونکو ډلو برتانیا او امریکا ته د هر کس د قاچاق کولو په بدل کې ۴۰۰۰۰ یورو اخیستل.

قاچاقبرانو اروپا هېوادونو او امریکا ته تلوونکو خلکو ته لارښوونې کولې چې څنګه پر پولو د سیلانیانو له ډلو سره یوځای شي او په دې توګه د چا پام ورته وانوړي.

اسپانیوي پولیس چې په دې هکله یې دوه کاله وړاندې څیړنه پیل کړې وه وايي ۵۱ مشکوک کسان په اسپانیا او ۲۴ په فرانسه کې نیول شوي دي.

پولیس وايي د انسانانو قاچاق جنسي ګټې اخیستنې ته هم زمینه برابره کړې ده.

د بي بي سي د نړیوالو چارو خبریال مایک ولډریچ وايي اروپايي اتحادیه او امریکا په دې پوهېږي چې په اسپانیا کې او د دغه هېواد له لارې د انسانانو قاچاق یوه مخ زیاتېدونکې ستونزه ده.

هغه وايي د دې ستونزې د هوارولو لپاره اسپانیا ګام پورته کړی په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې.

د اسپانیا پولیسو په خپلو وروستیو بریاوو کې له دوو داسې کړیو پرده پورده کړه چې د بدلمنۍ کاروبار یې کاوه او مشران یې رومانیایان وو.

ورته مطالب