یوه مېښه په دوه نیم میلیون کلدارو وپلورل شوه

Image caption کپورسینګ وايي مېښه یې چې لکشمي نومېږي دوه کاله وړاندې په ۲۵۰۰۰۰ کلدارو اخیستې وه او اوس یې له دې امله چې په ورځ کې ۲۸ لیتره شیدې کوي په لس چنده لوړې بیې وپلورله.

د هندوستان په شمالي هریانا ایالت کې یو بزګر وايي ده خپله یوه مېښه په دوه نیم میليون هندۍ کلدارو وپلورله.

کپور سینګ بي بي سي ته وویل ده خپله مېښه چې لکشمي نومېده په اندراپردیش ایالت کې پر یوه بزګر پلورلې ده.

په هند کې د دغسې مېښو چې ډېرې شیدې کوي غوښتنه ډېره او معمولاً له ۱۰۰۰۰۰ څخه نیولې تر ۲۵۰۰۰۰ پورې پلورل کېږي.

کپورسینګ وايي دغه مېښه (لکشمي) یې دوه کاله وړاندې په په ۲۵۰۰۰۰ کلدارو اخیستې وه.

سینګ وايي لکشمي یو ځانګړې مېښه ده چې په ورځ کې تر ۲۸ لیتره پورې شیدي کوي او له همدې امله یې دغه مېښه له خپلې اصلې بیې نه په لس چنده لوړې بیې وپلورله.

کپورسینګ بي بي سي ته وویل د لکشمي پرسر یې ډېر ځله نقدي انعامونه ګټلي دي.

دی وایي نه یې غوښتل چې خپله مېښه (لکشمي) وپلوري خو دغه بزګر هغه بیه ورکړه چې ده یې غوښتنه کوله.

د ښاغلي سینګ وینا ده چې د مېښې نوی خاوند څو ځلې ورپسې ورغلی و او د مېښې په بدل کې یې د لوړو بیو وړاندیزونه ورته کړي وو.

کپورسینګ وايي لکشمي د هغې د نوي خاوند دومره خوښه شوې وه چې د هغې یو ویډیويي فلم یې جوړ کړی و او خپلو کلیوالو ته یې ښودلی و.

کپورسینګ وايي د مېښې د پلورلو له امله ترلاسه کړي دوه نیم میلیونه هندۍ کلدارې به د خپلې لور په واده ولګوي.

ورته مطالب