په برتانیا کې د اجباري ودونو د مخنیوي هڅې

Image caption په برتانیا کې د اجباري ودونو ضد اداره وايي ډېر ځله نجوني او هلکان په دې پلمه له برتانیا نه بیول کېږي چې د بل خپل واده ته ځي خو په بل هېواد کې خبرېږي چې واده د دوی خپل وي.

په برتانیا کې چارواکو د هوایي ډګرونو کارکوونکو، ښوونکو او ډاکترانو ته ویلي چې د اجباري ودونو نښې نښاني او مشکوکې قضیې تر نظر لاندې ونیسي.

هر کال د دوبي په رخصتیو کې په سلګونو نجونې د رخصتیو په پلمه بیول کېږي او د هغو له خوښې پرته په زوره ودېږي.

تېر کال په برتانیا کې د ۶۰ هېوادونو د وګړو له خوا ۱۵۰۰ ودونه په زوره شوي وو.

په هغو کې چې په زوره یا د هغوی له خوښې پرته ودېږي ډېر شمېر د نجونو دی.

په برتانیا کې د اجباري ودونو ضد اداره چې د بهرنیو او کورنیو چارو وزارت له خوا په ګډه جوړه شوې وایي ډېری اجباري ودونه د دوبي په رخصتیو کې کېږي.

هغه نجونې چې د دوی له خوښې پرته ودېږي اکثره په دې پلمه چې د بل خپلوان واده ته ځي له برتانیا نه بیول کېږي خو کله چې بل هېواد ته یوړل شي هلته خبرې شي چې په حقیقت کې د دوی خپل واده وي.

د دې لپاره چې د اجباري ودونو مخنیوی وشي د برتانیا حکومت د هوایي ډګرونو کارکوونکو ، ښوونکو او ډاکترانو ته داسې کارتونه ورکړي چې د مرستې لپاره د ټېلېفون شمېرې او نور معلومات په کې شته.

دا کسان کولای شي د اړتیا په وخت کې دغه کارتونه نجونو او هلکانو ته ورکړي.

په دې کارتونو کې له نجونو او هلکانو غوښتنه شوې چې د خپلو اجباري ودونو په اړه چوپ پاته نه شي او مرسته وغواړي.

صمیم علي په برتانیا کې د اجباري ودونو ضد مبارزه کوي.

هغه وايي دا خپله هم ۱‍۳ کلنه وه چې کورنۍ یې په زوره له یوه سړي سره واده کړه او بیا ورته وویل شول چې هله به برتانیا ته د تللو اجازه ولري چې میندواره شي.

میرمن علي وايي "ډېره نادانه وم ځکه هڅه او دعا مې کوله چې ژر میندواره شم او بېرته برتانیا ته ستنه شم."

هغه وايي کله چې برتانیا ته راغله هیڅ چا یې پوښتنه ونه کړه.

صمیم علي وايي "۱۴ کلنه میندواره وم، له ډاکټرانو سره په تماس کې شوم خو هیڅ چا له ما څه ونه پوښتل."

ورته مطالب