د برتانیا بشري مرستې د الشباب لاسونو ته لوېدلې

الشباب
Image caption د ۲۰۱۲ فبرورۍ کې الشباب د یوې وېدیو په خپرولو سره له القاعدې شبکې سره د یوځای کېدو اعلان وکړ.

برتانیا ویلي، چې سومالیا ته د دغه هېواد د ۴۸۰ زره پونډو په ارزښت استول شوې مرستې د "القاعدې" شبکې اړوندو اورپکو لاسونو ته ورغلې دي.

د برتانیا د نړیوالې پراختیا وزارت ویلي، چې دا مرستې د ۲۰۱۱ نومبر کې د سومالیا اورپکې ډلې "الشباب" لاسونو ته لوېدلې دي.

دوی وايي، چې الشباب د هغو توکیو زېرمې موندلې، چې برتانیا د بشري مرستو له اړخه سومالیا ته استولي وو.

که څه هم برتانیا په څرګنده نه دي ویلي، چې په دې مرستو کې کوم څیزونه وو، خو د برتانوي حکومت یوې اعلامیې کې ویل شوي، چې زیاتره دغه مرستې په جګړه کې له منځه تللې دي.

د برتانیا د نړیوالې پراختیا وزارت ویلي چې سومالیا کې له دوی سره همکارو ډلو د دوی پر مرستو د برید تمه نه لرله.

د دغه وزارت یوه ویاند چې دغه وزارت د سومالیا په څېر د نړۍ په ډېرو خطرناکو سیمو کې فعالیت لري، ځکه چې د بې وزلۍ له منځه وړل د نړۍ او په تېره بیا د برتانیا د خوندي ساتلو ستر لامل کېدای شي.

ویاند زیاتوي، چې د سومالیا په څېر خطرناکو سیمو د خیر ښېګڼو له کارونو سره خطر هم مل وي، او دغه وزارت له خپل وس سره سم د خطرونو د مخنیوي هڅه کوي، خو تل په کې کامیاب نه وي:

"له خپلو شریکانو او ملګرو سره د غلا غدیو او ناوړه لګولو د مخنیوي لپاره د خپلو پانګونو د ساتنې ګډې هلې ځلې کوو".

د ۲۰۱۲ فبرورۍ کې الشباب د یوې وېدیو په خپرولو سره له القاعدې شبکې سره د یوځای کېدو اعلان وکړ.

ورته مطالب