په فلسطیني خاوره کې سلګونه یهودي میشت ځایونه جوړېږی

Image caption شنونکي وايي د اسراييلي حکومت له لوري يهوديانو ته د کورونو د جوړولو دغه اعلان ښايي اسراييلو کې د ښې اړخو د ملاتړ د خپلولو په موخه شوې وي، ځکه هغوى د فلسطيني بنديانو د خوشي کولو پرضد دي.

د اسراييلو د کور جوړولو وزير درې ورځې دمخه يهودیانو ته د ١٢٠٠ کورونو د جوړولو وروستى حکم په داسې حال کې ورکړ چې په پام کې ده د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې خبرې اترې له سره پيل شي.

دغه کورونه به په لوديځه غاړه او په ختيځ بيت المقدس کې جوړ شي.

درې کاله مخکې د اسراييلو له لوري په نيول شويو سیمو کې د کورونو جوړول د دې سبب شول چې فلسطينيان له اسراييلو سره د سولې خبرې اترې بندې کړي.

د فلسطينیانو مشر محمود عباس له اوږدې مودې راهيسې ټينگار کوي چې د اسراييلو له لوري د فلسطين په نيول شويو سیمو کې د يهوديانو لپاره د آباديو له ودرولو پرته به خبرو ته حاضر نه شي.

خو په دې وروستیو کې نوموړي وروسته له هغه له اسراييلو سره د خبرو بيرته پيلولو موافقه وکړه چې اسراييلو د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشي کولو اعلان وکړ.

په دوى کې داسې کسان هم شته چې له ۳۰ کلونو راهيسې بنديان دي.

شنونکي وايي د اسراييلي حکومت له لوري يهوديانو ته د کورونو د جوړولو دغه اعلان ښايي اسراييلو کې د ښې اړخو د ملاتړ د خپلولو په موخه شوې وي، ځکه هغوى د فلسطيني بنديانو د خوشي کولو پرضد دي.

خو په لوېديځه غاړه کې اسراييليانو ته د نويو کورونو جوړول د سولې د خبرو پر وړاندې مهم خنډ بلل کېږي.

د فلسطين د آزادي بخښونکي غورځنگ يوه چارواکي د اسراييلو له لوري ېهوديانو ته د نويو ميشت ځايونو د جوړولو غندنه کړې ده.

" دغه چارواکي وويل ، اسراييل امريکايانو او ټولې نړۍ ته دا پيغام رسوي چې "د سولې هڅو ته په نه پام سره دوى غواړي چې نورې ځمکې غلا کړي. نور ميشت ځايونه جوړکړي او د دوو حکومتونو د رامنځ ته کېدو حل لاره له منځه يوسي."

د نړيوالو قوانيونو له مخې د فلسطين په نيول شوې خاورې کې يهوديانو ته د کورونو جوړول ناقانونه بلل کېږي، خواسراييل له دې سره مخالفت لري.

په ١٩٦٧ کال کې د اسراييلو له نيواکه وروسته په لوديځه غاړه او ختيځ بيت المقدس کې يهوديانو ته ګڼ میشت ځايونه جوړ شوي چې ۵۰ زره يهوديان په کې اوسېږي.

ورته مطالب