توکل کرمان مرسي د عربي نړۍ منډېلا بللی

توکل کرمان
Image caption توکل کرمان: ''په ښکاره مې وویل چې د رابعه العدویه میدان ته به ورځم چې د ۲۰۱۱ جنورۍ د پنځه ویشتمې پاڅون د لاسته راوړنو دفاع وکړم...''.

مصر کې د پوځ تر وروستۍ کودتا وروسته، چې محمد مرسي په کې ونیول شو، د قاهرې رابعه العدویة میدان کې د مرسي له ملاتړو مظاهره کوونکو سره یوځای شوم.

د یمن بشري حقونو فعالې توکل کرمان دا لیکنه د امریکا فارن پالیسي کې خپره شوې ده.

که څه هم زموږ کور د یمن صنعاء کې دی، خو موږ ټولو پر عرب پسرلي باور درلود، مصر کې موږ په وژنو ځورېدو، غوښتل مو چې د وژنې ضد خپل غږ راپورته کړو، په زور وهلو او تښتونو مخه ونیوله شي او د کودتا ضد مظاهره کوونکو نیونه بنده شي.

دا ټول هغه جرمونه دي، چې لاهم د بشري حقونو فعالین او سیاسي څېرې یې په اړه چوپه خوله دي.

په ښکاره مې وویل چې د رابعه العدویه میدان ته به ورځم چې د ۲۰۱۱ جنورۍ د پنځه ویشتمې پاڅون د لاسته راوړنو دفاع وکړم، چې په لړ کې یې د وینا له ازادۍ، سوله ییزو غونډېدو او د ولس د حقونو ترلاسه کولو غږ پورته کړو.

د دغو فعالیتونو په لړ کې د پوځي پاڅون ملاتړو مصري رسنیو زما پرضد کمپاین پیل کړ، چې بدنامه مې معرفي کړي، او د واکمن نظام پلویانو په مرګ هم وګواښلم.

دسیسه

ځینو خو دا نارې وهلې، چې ګني د مصر کورنیو چارو کې د لاسوهنې په تور باید توکل کرمان محاکمه شي.

د اګست پر څلورمه، د قاهرې نړیوال هوايي ډګر ته له خپلې ملګرې او د "بې پولې خبریالانو" ټولنې له مشرې بشری السرابي سره ورسېدم، چې پر خپلو ژمنو ودرېږم.

ټول ممکنه ګواښونه مې ومنل، داسې مې انګېرله، چې ګني ما ته به مصر ته د داخلېدو اجازه راکړل شي، خو هلته شاید مرګونی برید راباندې وشي او یا مې په مرګ وګواښي، یا مې ونیسي او یا خو لږترلږه زما پرضد دسیسې او قضیې جوړې کړي.

په لومړي سر کې دا یو هڅوونکی سفر و، خو داسې پای ته ونه رسېد لکه څرنګه چې پیل شوی و او یا یې ما تمه کوله.

کله چې د قاهرې نړیوال هوايي ډګر کې د وېزې ترلاسه کولو لپاره هلته ورسېدم، په یوه اوږده کتار کې تر څنډ وروسته د هوايي ډګر له یوه افسر سره معرفي شوم.

افسر رانه وغوښتل، چې د ديپلوماتیکو پاسپورتونو لرونکو هغې خونې ته د نورو اجرآتو لپاره ورشم، چې نورو عادي مسافرو ته د ورتګ اجازه نه شته.

که څه هم د افسر تیلیفون ته هره شېبه زنګونه راتلل، او ان ځینو خو په غوږ کې ورو ورته ویل چې "توکل راورسېده، توکل راغله، د ننوتو اجازه نه ورکوو"!

داسې مې احساسوله، لکه زه چې ډېر خطرناک کس یم، بیا وروسته یې راته وویل چې مصر ته د ننوتلو اجازه نه لرې، همدا وو چې وروسته یې یمن ته په هماغه الوتکه کې بېرته ستنه کړم چې پکې راغلې وم.

چارواکو مصر ته زما د نه ورتلو سبب راته روښانه نه کړ، یوازې دومره یې راته وویل چې "تاسې ښه پوهېږﺉ، چې دوی څه کوي، ستاسې نوم د هغو کسانو په لست کې دی، چې مصر ته یې پر راتلو بندیز لګېدلی"!.

Image caption اوسني نظام د مصر تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د قانون له مخې ټاکل شوی ولسمشر لیرې کړ، پر اساسي قانون عمل یې وځنډاوه، هغه قانون چې د ۶۰ سلنې مصریانو تایید ورسره و.

له بده مرغه، د رابعه العدویه مظاهرو کې په برخې اخیستو ونه توانېدم، او دومره وخت رانه کړل شو، چې د خلکو قانوني غوښتنې راپورته کړم.

له هغو خلکو سره په مرستې کولو کې باید ځان هېڅ ملامت نه کړو، چې د دیموکراسۍ، عدالت او ښه ژوند خوبونه ویني، خو غږ نه شي پورته کولی.

اوسني نظام د مصر تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د قانون له مخې ټاکل شوی ولسمشر لیرې کړ، پر اساسي قانون عمل یې وځنډاوه، هغه قانون چې د ۶۰ سلنې مصریانو تایید ورسره و.

دغه نظام غواړي، د ازادۍ او عدالت ګوند له سیاسي ډګره لیرې کړي.

دا چې موږ د مصر د خپلواکۍ خوبونه وینو، خو هېڅ مو په وس کې نه شته، یا باید د ولس او دیموکراسۍ ترڅنګ ټینګ ودرېږو او یا د ظالم پوځي نظام ترڅنګ.

ورته مطالب