د شينجيانګ تاوتريخوالی: په چين کې دوو تنو ته د مرګ سزا ورکړل شوې

Image caption چين ويلي دا د "زورزياتي يوې ترهګرې ډلې" له لوري پلان شوی بريد و

د چين لوېديځ لرې پرتې شينجيانګ سيمه کې د نښتو پر سر چې ۲۱ کسان په کې وژل شوي وو، دوو کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې او ۳ نور په بند محکوم شوي دي.

دغه پېښه د تېر اپرېل پر ۲۳ مه د کاشغر سيمې په يوه ښارګوټې کې شوې وه. دغې پېښه کې د وژل شويو ترمنځ ۱۵ تنه چارواکي يا امنيتي کسان هم وو.

چين ويلي دا د "زورزياتي يوې ترهګرې ډلې" له لوري پلان شوی بريد و.

خو نور ورکړل شوي معلومات له دغو حکومتي څرګندونو سره په ټکر کې دي، او د دغې نارامې سيمې نښتې يې له توکميز تاوتريخوالي سره تړلې دي.

شينجيانګ د مسلمانو ايغور لږکيو ټاټوبی دی، چې د دغې سيمې وګړيو شاوخوا ۴۵٪ سلنه جوړوي.

دوی وايي د هان چينايانو ورماتېدا يې دوديز کلتور او فرهنګ زیانمن کړی دی.

چارواکي په شينجيانګ کې د زورزياتي پېښو پړه تل پر اويغور توندلارو وراچوي، چې د دغې سيمې د خپلواکۍ په لټه کې دي.

په همدې وخت کې اويغور فعالان پر بېجينګ په ګواښونو کې له اندازې زياتې مبالغې تور لګوي، چې له مخې يې غواړي د دوی په وينا د زور کارونې سپيناوی وکړي.

له شينجيانګ نه د داسې راپورنو ترلاسه کول ستونزمن کار دی چې پخلی يې شوی وي.

په داسې حال کې چې بهرنيو خبريالانو ته اجازه ورکړل شوې دغې سيمې ته سفر وکړي، خو کله چې د توکميزې ګډوډۍ يا د حکومت ضد منظم تاوتريخوالي خبرونو سپيناوي هڅه کوي په پرله پسې ډول له وېرونوې او په غذابولو سره مخامخ کېږي.

د بي بي سي خبري ډلې په دې هڅه د دغې پېښې له ځايه ليدنه کړې وه، چې معلومات روښانه کړي، خو پوليسو يوه حکومتي اډې ته بوولي وو او بيا ورته امر کړی و چې له سيمې ووځي.

"ديني توندلاري"

Image caption ويل شوي د حکومت ځايي قواعدو له مخې ښځې ټيکري نه شي پرسرولی

دغه دوه کسان چې د کاشغر خلکو منځنۍ محکمې له لوري د وژنو او ترهګرۍ تورنو پر سر په مرګ محکوم شوي، د دولتي رسنيو له لوري يې نومونه موسی حسن، چې د "ترهګرې ډلې" شريک بنسټګر بلل شوی، او رحمان هپور ياد شوي دي.

دری نور کسان له ۹ نيولې تر عمري بند سزا باندې محکوم شوي دي.

د شينهوا خبري اېجنسۍ د محکمې د اعلاميې په وينا ليکلي دغې ډلې "ناقانونه ديني فعاليت کاوه او ديني توندلاري يې خپروله".

شينهو ليکلي دوی "۱۰ چاودېدونکي توکي جوړ کړي او د چاودنو ازموينې يې کړې وې".

د چينايانو راپورونه وايي تاوتريخوالی هغه مهال پيل شو چې ۳ چارواکو په يو کور کې د شک وړ کړه وړه وليدل.

د چينايانو راپورونه وايي د دغه کور استوګنو چارواکي او يو شمېر نور پوليس چې د پېښې ځای ته ورغلي وو، نيولي، او بيا کور ته له اور اچونې وروسته تر مرګه سوځول شوي، او امنيتي کسانو شپږ شکمن کسان ويشتلي وو.

خو په سېليبويا ښارګوټي کې، چې دغه پېښې په کې شوې، ځايي خلکو بي بي سي ته ويلي تاوتريخوالی له هغې ځايي کورنۍ سره و، چې له اوږدې مودې راهيسې له چارواکو سره په شخړه کې وو.

د دوی په وينا چارواکو د دغې کورنۍ له سړيو غوښتل ږيرې کلې کړي او له ښځو يې دا چې ځانونه په بشپړه په پړنو ونه پوښي.

د اويغوريانو نړيوال کانګرس، د اويغور ډلو چتر سازمان دی، د دغې ډلې يو وياند هم د پېښې په اړه حکومتي کيسه ننګولې، او ويلي يې دي نښتې د حکومت له لوري د توکميزې پاکونې فعاليت پايله کې شوې دي.

دغه پېښه په شينجيانګ کې د مسلمانو اويغورانو او هان چينايانو ترمنځ د زياتېدونکي تاوتريخوالي ترڅ کې کېږي.

په ۲۰۰۹ کال کې د شينجيانګ مرکز اورومچي کې د ګډوډۍ مرګونو پېښو پر مهال ۲۰۰ کسان ووژل شول، چې ډېری يې هان چينايان وو.

له هغه راهيسې په دې سيمه کې د زورزياتي خال خال پېښې شوې، چې د ۲۰۱۳ کال جون کې د اورومچي جنوب ختيځ شاوخوا ۲۰۰ کيلومترۍ لوکچون ښارګوټي کې د ګډوډۍ پېښو پر مهال ۳۵ کسان ووژل شول.

ورته مطالب