د نیجریا پر یوه جومات برید کې ۴۴ کسان وژل شوي

Image caption د نایجېریا لاګوس ښار کې د بي بي سي خبریال وېل راس په خپل رپوټ کې وایي د بوکو حرام ډله ډېر ځله پر کلیساو بریدونه ترسره کوي، خو کله نا کله جوماتونه هم په نښه کوي.

د نایجېریا په شمالي بورنو ولایت کې پر یوه جومات د وسله وال برید په پایله کې لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي دي.

برید د سهار د لمانځه پر مهال وشو.

ویل کېـږي چې دا برید د بوکو حرام په نامه وسله والې اسلامپالې ډلې تر سره کړی دی.

د رپوټونو له مخې دې ډلې له ۲۰۰۹ کال راهیسی په شمالي نایجېریا کې په زرګونو کسان وژلي دي.

د نایجېریا ډېلي پوسټ ورځپاڼه په دې برید کې د ۲۶ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکوي چې دا وخت د مېډوګوري ښار په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د نایجېریا ولسمشر ګوډلک جونتن د تېرې مئ په میاشت کې د خپل هېواد په دریو شمالي ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړ.

تر دې اعلان وروسته امنیتي ځواکونو په دغو سیمو کې د وسله ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې تر اوسه دوام لري.

د بوکو حرام وسله واله ډله غواړي چې په نایجېریا کې مرکزي حکومت له واکه را وپرځوي او په دې هېواد کې شرعي نظام نافذ کړي.

د نایجېریا لاګوس ښار کې د بي بي سي خبریال وېل راس په خپل رپوټ کې وایي د بوکو حرام ډله ډېر ځله پر کلیساو بریدونه ترسره کوي، خو کله نا کله جوماتونه هم په نښه کوي.

د دې ډلې مشر ابوبکر شېکاو په دې وروستیو کې په یو وېډیویي پیغام کې پر پولیسو او اردو د ترسره شویو بریدونو مسولیت ومانه.

ورته مطالب