د چاغو مېندو ماشومان د زړه د رنځ ډېر خطر لري

Image caption د هغو ماشومانو د مرګ خطر چې تر وخت وړاندې زېږېدلې دي او مېندو یې تر خپل حد ډېر وزن درلود د هغو په پرتله ډېر دی چې ډېرې چاغې نه وې.

یوې څېړنې موندلې هغه ماشومان چې د مېندو وزن یې ډېر دی ښايي د هغو په پرتله چې مناسب وزن لري د زړه له ناروغۍ ژر مړه شي.

په سکاټلنډ کې ساینسپوهانو ښودلې چې په هغو کسانو کې د مرګ شمېر ۳۵ سلنه ډېر دی او ښايي تر ۵۵ کلنۍ وړاندې ومري چې مېندو یې د مېندوارۍ پر مهال ډېر وزن درلود.

دا لا معلومه نه ده چې جینیتیکي خاصیتونه، د مور په نس کې تاثیرات او که خپله د انسان د ژوند څرنګوالی له دې سره کوم تړاو لري که نه.

خو د دې څېړنې لیکوالان وايي موندنې یې د ولس د روغتیا په اړه یو هېښونکی خبر ورکوي.

په برتانیا کې د هغو مېندو له ډلې چې د مېندوارۍ د معایناتو لپاره ډاکټر ته ځي، په هرو پنځو مېرمنو کې یوه یې تر منل شوي حالت ډېر وزن لري.

تر وخت وړاندې مړینې

د دغې څېړنې لپاره د هغو څه باندې ۲۸ زرو مېندو له معلوماتو کار اخیستل شوی چې د مېندوارۍ په لومړیو کې یې وزن ثبت شوی و او اوس یې اولادونه د ۳۴ او ۶۱ کلونو تر منځ عمرونه لري.

له دغو مېندو څخه په هرو پنځو کې یې یوې تر خپل حد ډېر وزن درلود.

داسې ویل کېږي چې له دغې شمېرې څه باندې شپږ زره ماشومان چې له وخته وړاندې زېږېدلي وو د بېلا بېلو ناروغیو له امله مړه شوي خو تر ټولو غټ لامل یې د زړه ناروغي ښودل شوې ده.

د هغو ماشومانو د مرګ خطر چې تر وخت وړاندې زېږېدلې دي او مېندو یې تر خپل حد ډېر وزن درلود د هغو په پرتله ډېر دی چې ډېرې چاغې نه وې.

څېړنې دا هم ښودلې چې د چاغو مېندو ماشومان ۴۲ سلنه امکان لري چې د زړه حملې او نورو ناروغیو له امله روغتون ته ورشي او درملنه یې وشي.

اشتها کنټرول

د اېډنبرا په پوهنتون کې د دغې څېړنې مشره پروفېسره روبېکا رېنالوډس وايي پایلې هغه څه باندې بیا ټینګار کوي چې باید روغتیايي خوړو ته مو پام ډېر وي، خوراک مو منظم او سم وي او د مېندوارۍ پر مهال ځان له فیزیکي پلوه فعال وساتو.

مېرمن رېنالوډس وايي باید د دغه ډول لوړ خطر د سببونو د معلومولو لپاره تر دې نور کار هم وشي او د مېندوارۍ پر وخت د وزن د ډېرېدو اثرات هم باید وموندل شي.

مخکینیو څېړنو په مېندوارۍ کې د ډېر وزن او د ماشومانو د اشتها او مېتابولېزم تر منځ اړیکې ښودلې وې.

د کېمبرېج په پوهنتون کې پروفېسر سټیفن اورلي خبرداری ورکوي چې چاغښت په کورنیو کې یوه لویه ستونزه ده.

دغه څېړنه پر مېندو غږ کوي چې مهمه ده مېندوارۍ کې د خپل وزن خیال وساتي.

ورته مطالب