مصر کې تاوتريخوالي نړيوال غبرګونونه پارولي دي

Image caption حکومت د وژل شويو شمېر ۲۳۵ ښيي، خو اخوان المسلمين دا شمېره له ۲۰۰۰ لوړه بولي

په مصر کې د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو پر ضد له تاوتريخوالي د ډک چلند له امله نړيوالې ټولنې د پوځ د دغه ګام غندنه کړې ده.

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د محمد مرسي د سلګونه پلويانو له مرګ ژوبلې وروسته د چارشنبې په ورځ په ټول هېواد کې بېړنی حالت وضع شوی دی.

د مصر د روغتيا وزارت وايي د چارشنبې ورځې په نښتو کې ۲۳۵ کسه وژل شوي، خو اخوان المسلمين دغه شمېره تر ۲۰۰۰ لوړه ښيي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ويلي له مظاهره چيانو سره له تاوتريخوالي ډک چلند چې د پخلاينې خبرو ته يې سخت ټکان ور کړی، د غندلو وړ دی.

ښاغلي کېري ويلي دا به په مصر کې د پخلاينې هڅې لا ستونزمنې کړي.

ده وويل: "دا د مصريانو لپاره يوه ډېره مهمه لحظه ده. د تاوتريخوالي لار هېواد بې ثباتۍ، تباهۍ او بد وضعيت ته ور ټيل وهي".

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاترين اشټون هم د مظاهره چيانو پر وړاندې د زور کارول غندلي دي.

بانکي مون ويلي، دا د افسوس خبره ده چې مصري چارواکي پر خبرو زور کارولو ته لومړيتوب ورکوي.

ده په يوه وينا کې وويل: "ماته معلومه ده چې د مصر ډېری خلک د امنيت، خوشحالۍ او د جمهوريت پر لوري تلل غواړي".

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاترين اشټون هم په مصر کې د تاوتريخوالي غندنه کړې، ويلي يې دي چې د مصر خلک يوازې د مصر او نړيوالې ټولنې په هڅو غواړي چې يو دموکراتيک هېواد ولري.

د برتانيا لومړي وزير په مصر کې د روان حالت په اړه په خپل غبرګون کې ويلي چې، په تاوتريخوالي هېڅ ستونزه نه هوارېږي.

ده ويلي چې مصر ته په کار ده د جمهوريت پر لوري ولاړ شي او د دې لپاره اړينه ده چې ټولې غاړې پخپل منځ کې موافقه وکړي.

ترکيې په قاهره کې رامنځته شوې پېښه قتل عام بللې او ايران ويلي چې اوس په مصر کې د کورنۍ جګړې شونتيا مخ په ډېرېدو ده.

وضعيت خطرناک دی

اروپايي هېوادونو هم په مصر کې د روان وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړې ده.

فرانسې په قاهره کې د تاوتريخوالي غندنه کړې او جرمني ويلي دي چې په مصر کې وضعيت اوس يوه خطرناک حالت ته رسېدلی دی.

د چارشنبې په ورځ امنيتي ځواکونو د اخوان المسلمين د معترضو پلويانو دوه کمپونه د دوی له شتون نه پاک کړل او د هغو کنټرول يې ترلاسه کړ.

د مصر د روغتيا وزارت وايي چې د چارشنبې ورځې په نښتو کې ۲۳۵ کسه وژل شوي او له ۲۰۰۰ ډېر نور ټپيان دي.

خو اخوان المسلمين ادعا کوي چې د تېرې ورځې په ناکراريو کې د دوی له ۲۰۰۰ ډېر پلويان وژل شوي دي.

په مصر کې ناکراريو وروسته له هغه زور واخيست چې پوځ د خلکو له لوري ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کړ.

ورته مطالب