د مرسي پلويان لاريونونو ته چمتووالی نيسي

Image caption پوځ د مظاهره چيانو د کابو کولو لپاره په ښار کې زغره وال ګاډي ځای پر ځای کړي دي

په مصر کې د جمعې تر لمانځه وروسته د پراخو لاریونونو له پیل وړاندې د پلازمینې قاهرې په مرکز کې د اخوان المسلمین سلګونه پلویان راټول شوي دي.

لاریون کوونکي د امنیتي ځواکونو او کورنیو چارو وزرات پر ضد شعارونه ورکوي.

مصري پوځ سړکونو ته زغره وال ګاډي لېږلي دي.

د اخوان السملیمن ګوند د موقت حکومت له خوا داسې خبرداري ترلاسه کړي چې پولیسو ته یې اجازه ورکړې له وسلو کار اخیستلی شي.

دغه ګوند خلک هڅولي چې د چهارشنبې په ورځ په قاهرې کې د لاریونيانو د ځپلو په غبرګون کې سړکونو ته راووځي او خپله غصه وښيي.

د مصر حکومت وايي په دغو شخړو کې له ۶۳۰ ډېر کسان وژل شوي، خو اخوان المسلمين دغه شمېره له ۲۰۰۰ کسانو لوړه ښيي.

چارواکي وايي ښايي د وژل شويو کسانو شمېره نوره هم لوړه شي، ځکه حکومت يوازې هغه جسدونه شمېرلي چې روغتونونو ته وروړل شوي دي.

نړيوال غبرګونونه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په مصر کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې له زغم او حوصلې کار واخلي.

بل خوا د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په ګډون د نړۍ زياتو مشرانو د اعتراض کوونکو پر وړاندې د حکومت د زور کارولو غندنه کړې ده.

خو د مصر د ولسمشرۍ دفتر د ولسمشر اوباما پر هغو څرګندونو چې د پوځ اقدام يې غندلی نيوکه کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ښاغلي اوباما څرګندونې به یوازې تاوتریخوالي کوونکې ډلې ځواکمنې کړي او وبه یې هڅوي.

بل خوا د مصر د کورنيو چارو وزارت ويلي، په مصر کې د بېړني حالت له وضع کېدو وروسته پوليسو ته له خپله ځانه د دفاع او د تاسيساتو د ساتلو په موخه د ډزو کولو اجازه ورکړل شوې ده.

اخوان المسليمن د دغو وژنو پر ضد د جمعې له لمانځه وروسته په ټوله قاهره کې د لاريونونو د راوتو اعلان کړی دی.

دغه ګوند خپلو پلويانو ته ويلي چې د جمعې د لمانځه لپاره جوماتونو کې راټول شي او له لمانځه وروسته د قاهرې واټونو ته راووځي.

سوځېدلي جسدونه

د بي بي سي د خبريال په وينا د دغو مظاهرو شعار به 'ولس د پوځي کودتا پای غواړي' وي.

د اخوان المسلمين ګوند پلويانو د پنجشنبې په ورځ ځينې کسان ښخ کړل، خو لا هم ډېر جسدونه د قاهرې د نصر سيټي په سيمه کې په جوماتونو کې د پېژندګلوۍ لپاره ايښي دي.

د بي بي سي خبريال پخپله له رابعه العدويه جومات سره نژدې چې د اعتراض کوونکو مرکزي کمپ و د ايمان په جومات کې د ۲۰۲ کسانو جسدونه ليدلي چې په حکومتي شمېرو کې نه دي شامل.

خبريال جيرمي بوين وايي په دغو جسدونو کې ځينې داسې سوځېدلي چې پېژندنه يې امکان نه لري.

د مصر د روغتيا وزارت شمېرې ښيي چې د چارشنبې ورځې په شخړو کې له رابعه العدويه جومات سره نژدې ۱۳۷ کسه، په النهضه ميدان کې ۵۷، هيلوان کې ۲۹ او ۱۹۸ کسه په نورو ولايتونو کې وژل شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په دغو شخړو کې له ۳۰۰۰ زيات کسان ټپيان دي.

ورته مطالب