په مصر کې د "غضب په ورځ" ۸۰ کسه وژل شوي دي

Image caption د چارشنبې په ورځ نښتو کې ۶۳۸ کسه وژل شوي او ۳۵۰۰ نور ټپيان دي

په مصر کې امنيتي سرچينې او د روغتيا وزارت وايي د جمعې په ورځ چې د 'غضب ورځ' وه د اخوان المسلمين له لوري د لاريونونو له رابللو وروسته د محمد مرسي د پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د دوی ډېری هغه مهال ووژل شول چې په رمسيس ميدان او شاوخوا سيمو کې پوځ پر مظاهره چيانو ډزې وکړې.

دغه مظاهره چيان د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې ورغلل او امنيتي ځواکونو په نښه کړل.

له دې پرته د نیل سيند په شاوخوا سيمو کې ۲۵ کسه وژل شوي او شپږ کسه په اسکندريه کې وژل شوي دي.

د بي بي سي خبريال جيريمي بوين وايي پخپله يې د جمعې په ورځ له رمسيس ميدان سره نژدې لږترلږه ۱۲ جسدونه ليدلي دي.

د ده په وينا د جمعې په ورځ لاريونونه وروسته له هغه په تاوتريخوالي واوښتل چې مظاهره چيانو د پوليسو يوې پوستې ته اور واچوه.

ښاغلی بوين وايي ده پخپله د اوښلن غاز او ډزو غږونه اورېدلي دي.

تر دې وړاندې د چارشنبې په ورځ امنيتي ځواکونو د اعتراض کوونکو د کمپونو د لرې کولو پر مهال لږترلږه ۶۳۸ کسه ووژل او ۳۵۰۰ نور يې ټپيان کړل.

په دغو مظاهرو کې د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو شعار دا و چې 'ولس د پوځ د بغاوت پای' غواړي.

د جمعې ورځې د مظاهرو له پيل وړاندې امنيتي ځواکونو سخت تدابير نيولي وو او زغره وال ګادي يې پر واټونو ځای پر ځای کړي وو.

بېړنی حالت

د مخکني پرځول شوي ولسمشر حسني مبارک پر ضد د خلکو د پاڅون مرکز تحرير ډګر ته ورغلې لارې هم پوځ تړلې دي.

په مصر کې د يوې مياشتې لپاره بېړنی حالت اعلان شوی او د پلازمېنې قاهرې په ګډون په زياتو ښارونو کې له لمر پرېوتو تر لمر ختو په ګرځېدو بنديز لګېدلی دی.

د مصر د کورنيو چارو وزارت د بېړني حالت له وضع کېدو وروسته پوليسو ته د ځان او عامه ځايونو د خونديتوب لپاره د وسلو کارولو اجازه ورکړې ده.

مظاهره چيان د رابعه العدويه جومات ته څېرمه راټول شوي او غوښتنه کوي چې لرې کړای شوی ولسمشر محمد مرسي دې بېرته ولسمشر وټاکل شي.

ورته مطالب