مصر کې امنيتي ځواکونه الفتح جومات ته ننوتي

Image caption د اخوان المسلمين سلګونه پلويانو د جمعې او شنبې شپه په دغه جومات کې په محاصره کې تېره کړه

د مصر په پلازمېنه قاهره کې امنيتي ځواکونه د رمسيس په ميدان کې د الفتح جومات ته ورننوتي، چې د اخوان المسليمن سلګونه ملاتړي په کې محاصره دي.

امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې په جومات کې ايسار کسان بهر راوباسي.

د اخوان المسلمين سلګونه پلويانو د جمعې او شنبې شپه په دغه جومات کې په محاصره کې تېره کړه.

تر دې وړاندې په مصر کې امنيتي سرچينو او د روغتيا وزارت وويل، د جمعې په ورځ د محمد مرسي د پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې پوليسو اعتراض کوونکو ښځو ته وړانديز کړی چې کولی شي جومات پرېږدي، خو له نارينه و به پوښتنې ګروېږنې کېږي.

خو راپورونه وايي چې په جومات کې ايسارو کسانو د پوليسو دا وړانديز رد کړی دی.

اټکل دا دی چې په دغه جومات کې نژدې ۱۰۰۰ کسه محاصره شوي، چې تېره ورځ د رمسيس په ميدان کې له تاوتريخوالي تښتېدلي او دغه جومات ته يې پناه وروړې.

په جومات کې دننه يوې ښځې اسوشيټېډ پرس خبري اژانس ته ويلي، چې يو شمېر کسانو جومات ته د ننوتو هڅه وکړه، خو نارينه و د جومات دروازې بندې کړې.

د مصر حکومتي اژانس مينا د امنيتي ځواکونو له قوله ويلي چې په جومات کې دننه (وسله والو) کسانو ډزې کړې دي.

د غضب جمعه

د مظاهره چيانو ډېری هغه مهال ووژل شول چې په رمسيس ميدان او شاوخوا سيمو کې پوځ پر مظاهره چيانو ډزې وکړې.

دغه مظاهره چيان د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې ورغلل او امنيتي ځواکونو په نښه کړل.

له دې پرته د نیل سيند په شاوخوا سيمو کې ۲۵ کسه وژل شوي او شپږ کسه په اسکندريه کې وژل شوي دي.

د بي بي سي خبريال جيريمي بوين وايي پخپله يې د جمعې په ورځ له رمسيس ميدان سره نژدې لږترلږه ۱۲ جسدونه ليدلي دي.

د ده په وينا د جمعې په ورځ لاريونونه وروسته له هغه په تاوتريخوالي واوښتل چې مظاهره چيانو د پوليسو يوې پوستې ته اور واچوه.

ښاغلی بوين وايي ده پخپله د اوښلن غاز او ډزو غږونه اورېدلي دي.

تر دې وړاندې د چارشنبې په ورځ امنيتي ځواکونو د اعتراض کوونکو د کمپونو د لرې کولو پر مهال لږترلږه ۶۳۸ کسه ووژل او ۳۵۰۰ نور يې ټپيان کړل.

په دغو مظاهرو کې د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو شعار دا و چې ( ولس د پوځ د بغاوت پای) غواړي.

د جمعې ورځې د مظاهرو له پيل وړاندې امنيتي ځواکونو سخت تدابير نيولي وو او زغره وال ګادي يې پر واټونو ځای پر ځای کړي وو.

بېړنی حالت

د مخکني پرځول شوي ولسمشر حسني مبارک پر ضد د خلکو د پاڅون مرکز تحرير ډګر ته ورغلې لارې هم پوځ تړلې دي.

په مصر کې د يوې مياشتې لپاره بېړنی حالت اعلان شوی او د پلازمېنې قاهرې په ګډون په زياتو ښارونو کې له لمر پرېوتو تر لمر ختو په ګرځېدو بنديز لګېدلی دی.

د مصر د کورنيو چارو وزارت د بېړني حالت له وضع کېدو وروسته پوليسو ته د ځان او عامه ځايونو د خونديتوب لپاره د وسلو کارولو اجازه ورکړې ده.

مظاهره چيان د رابعه العدويه جومات ته څېرمه راټول شوي او غوښتنه کوي چې لرې کړای شوی ولسمشر محمد مرسي دې بېرته ولسمشر وټاکل شي.

ورته مطالب