فلپين کې د بېړيو ټکر له ۲۸ زيات کسان وژلي

Image caption په مسافر وړونکې بېړۍ کې ۶۹۲ کسه سپاره وو او ښايي د مړو شمېره نوره لوړه شي

په فلپين کې د يوې مسافر وړونکې کښتۍ او يوې باروړونکې بېړنۍ ترمنځ د ټکر په پايله کې لږترلږه ۲۸ کسه وژل شوي او له ۲۸۰ زيات نور بې درکه دي.

د پېښې پر مهال په کښتۍ ۶۹۲ کسان سپاره وو چې د وژل شويو کسانو د شمېر د لوړېدو اندېښنه شته ده.

د فلپين ساحل ساتونکي وايي د پېښې په ځای کې د تيارې له امله د دې کره مالومات نه کېږي، چې څومره کسه وژل شوي او څومره تري تم دي.

دغه پېښه د جمعې په شپه نهه بجې له ساحله دوه کيلومتره لرې په سمندر کې رامنځته شوې او د مسافرو بېړۍ د فلپين له دويم ستر ښار سيبو نه د بندر پر لوري راروانه وه.

د بېړۍ د خاوند وياند ځايي راډيو ته ويلي چې ټکر ډېر زورور و او په نيم ساعت کې دننه بېړۍ ډوبه شوه.

په کښتۍ د سپرو مسافرو په خبره د بېړۍ د ډوبېدو پر مهال سلګونه مسافرو اوبو ته ور ودانګل.

عيني شاهدان وايي د ټکر پر مهال ډیری مسافرين ويده وو او د تيارې له امله بهر ته خلک په وتو کې له ستونزو سره مخامخ وو.

د بېړۍ يو مسافر جيرون اګډوګ يوې ځايي راډيو ته ويلي داسې برېښي، چې ځينې کسان له کښتۍ بهر ته په وتو کې پاتې راغلل.

د ده په وينا 'زه په ماشومانو ډېر خفه شوم. موږ په اوبو کې پراته جسدونه وليدل چې ځينې يې ژغورل شوي هم وو'.

د ساحل ساتونکو په وينا په بار وړونکې بېړۍ کې ۳۶ کسه عمله سپاره وو، او له ټکر وروسته له ډوبېدو ژغورل شوي دي.

په فلپين کې خراب موسم، د مسافرو د کښتيو خراب وضعيت او په سختۍ د امنيتي اصولو نه وضع کول د سمندري پېښو لاملونه دي.

د ۱۹۸۷ کال په ډسمبر مياشت کې د يوې مسافر وړونکې کښتۍ او د يوې تیل وړونکې بېړۍ د ټکر په پايله کې له ۴۰۰۰ زيات کسان ووژل شول.

په ۲۰۰۸ کال کې په يوه بله پېښه کې سمندري توپان يوه مسافر وړونکې بېړۍ ډوبه کړه، چې له امله يې ۸۰۰ ووژل شول.

ورته مطالب