چین د بندیانو د بدن غړو ایستل پرېږدي

Image caption د بشري حقونو ډلې وايي په چین کې هر کال په زرګونه کسان عدامېږي.

چینايي چارواکي وايي سر له همدا را روان نومبر نه به له اعدام شویو بندیانو نه د بدن غړي نه ایستل کېږي.

تېر کال چین ویلي و چې په راتلوونکو پنځو کلونو کې به دې چارې ته د پای ټکی ږدي خو دا دې اوس دغه چاره ژر ترسره کوي؟

په چین کې به د هغو بندیانو د بدن غړي چې د مرګ په سزا به محکمېدل ایستل کېدل خو اوس د چین یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي هونګ جیفو ویلي د نومبر له میاشتې به دغه چاره نور نه تر سره کېږي.

نوموړی وايي د نومبر له میاشتې وروسته به دا چار د بندیانو خوښې ته پریښودل کېږي چې د خپل بدن غړي چا ته ورکوي او کنه خو لکه د اوس په شان به د دوی له مرګ نه وروسته به یې د بدن غړي نه ایستل کېږي.

ویل شوي چې چین له ډېرو کلونو راهیسې د عدام شویو بندیانو د بدن غړي ایستل خو یوازې څو کاله کېږي چې دغه چاره مني.

د بشري حقونو ډلې وايي په چین کې هر کال په زرګونه کسان عدامېږي.

په چین کې د رسمي شمېرو له مخې هر کاله درې لکه کسان د بدن غړو ته اړتیا لري خو یوازې لس زره کسان توانېږي چې له خپلې اړتیا سره سم د بل چا د بدن غړي پیدا کړي.

اوس روغتیايي چارواکي وايي د چین حکومت ته په کار ده چې د بدن د غړو د مرستې یو ملي پروګرام پیل کړي.

روغتیايي چارواکي وايي له بندیانو نه د بدن د غړو اخیستل تر یوه حده خطر هم درلود.

روغتیايي چارواکي وايي د بندیانو د بدن غړي به تر ډېره په بېلا بېلو ناروغیو اخته وو او ناروغانو ته به چې اچول کېدل نو هغه به که ژوندی پاتی هم شو نو د هغه غړي چې ورته اچول شوی رنځ به یې ګاله، ځکه دوی اوس ټینګار کوي چې چین دې د بدن د غړو د مرستې لپاره یو ملي پروګرام پیل کړي چې خلک د نورو هېوادونو په څېر په خپله خوښه خپل د بدن غړي له مرګ نه وروسته اړو کسانو ته ورکړي.

ورته مطالب