د مصر نویو نښتو ته نړۍ غبرګون وښود
د مرستو درول، په مصر کې د تاوریخوالي په وړاندې د اروپایي هېوادونو د غبرګون ښکارندويي کوي.
راتلونکې دوشنبې د اروپا ډېپلوماټان په برسلز کې یوه بېړنۍ غونډه لري چې مصر ته د مرستو پر ورکولو به بحث وکړي.
په دې غونډه کې به د مصر اوسني حالت باندې خبرې وشي.
ځینې اروپایي هېوادونه غواړي چې خپلې مرستې پر مصر ودروي.
د مرستو درول، په مصر کې د تاوریخوالي په وړاندې د اروپایي هېوادونو د غبرګون ښکارندويي کوي.
ټاکل شوې د دوشنبې په دې غونډه کې به د ټولو اروپایي هېوادونو د بهرنيو چارو وزیران سره یوځای کېږي.
ډنمارک او سویډن
د ډنمارک چارواکو علان کړی چې هغه هېواد به خپل د دوو پروژو کار دروي، چې پر یوه پروژه د مصر د چارواکو سره یو ځای کار کوي او یوه بله یې د مصر له عامه مرکزونو سره ده.
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر ( کارل بیلدیت) وایي دوی به پر ټولو اروپایي پروګرامونو یو نظر واچوي چې کوم پروګرامونه مخه ته وړي او کوم به نور مناسب نه وي.
امریکا
د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او وایي خپلو مرستو ته به دوام ور نه کړي که چېرې د عام اولس وژنه د هغه په وینا همداسې روانه پاتې شي.
امریکا د مصر تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی.
ولسمشر اوباما د مصر سره ګډ پوځي عملیات فسخه کړي دي.
که څه هم اروپایي هېوادونه د مصر سره په اقتصادي او پرمختایي پروژو کې ډېره مرسته کوي خو امریکا د مصر تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی.
برتانیا
د برتانیا چارواکو ویلي دوی د مصر په اوسني تاوتریخوالي ډېر ژور خواشیني دي.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د تېرې جمعې ورځې وژنې د زغم وړ نه دي.
چارواکې د سرې بهیرې نه پرته مصر ته د سفر د نه کولو سپارښتنه هم کوي.
سعودي عربستان
د سعودي عربستان باچا عبدالله د مصر له پوځي مشرتابه د ملاتړ اعلا ن کړی دی.
نوموړي د تلوېزیون له لارې په خپله وینا کې له عربو وغوښتل چې یو ځای شي او د ده په وینا د هېواد د بې ثباته کولو د هڅو په وړاندې ودرېږي.
سعودي عربستان په تاریخي ډول د اخوان المسلمین مخالف دی.
د نړۍ په نورو برخو کې هم په مصر کې په وژل شویو د خپګان او له خپلوانو سره یې د خواخوږۍ لاریونونه شوي دي.
په بیت المقدس کې د حماس پلویانو د الاقصا جومات کې د جمعې تر لمانځه وروسته لاریون وکړ، په ترکیه، اندونیزیا او سودان کې هم لاریونونه شوي دي.