د مصر کابينه د روان کړکېچ په اړه پرېکړه کوي

Image caption د مصر موقت حکومت خپل ټول وس کاروي چې اخوان المسلمين بېرته واک ته ونه رسېږي

ټاکل شوې د مصر کابينه په هېواد کې د وروستيو ورځو مظاهرو او نښتو وروسته په يوه غونډه کې پر خپلو راتلونکو پلانونو غور وکړي.

د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو او د مصر د امنيتي ځواکونو ترمنځ د وروستيو ورځو نښتو پر مهال سلګونه کسان وژل شوي دي.

د شنبې ورځې ناوخته امنيتي ځواکونو په رمسيس ډګر کې الفتح جومات د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي له پلويانو خالي کړ.

د مصر منځمهالي لومړي وزير داسې يوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې يې اخوان المسلمين په قانوني ډول لغوه شي.

د مصر موقت حکومت خپل ټول وس کاروي چې اخوان المسلمين بېرته واک ته ونه رسېږي.

منځمهالی حکومت د اعتراض کوونکو د وژلو مسووليت پر اخوان المسلمين اچوي.

د شنبې په ورځ د کورنيو چارو وزير ادعا وکړه، امنيتي ځواکونو د اخوان المسلمين له ۱۰۰۰ زيات غړي چې وسلې او بمونه ورسره و، نيولي دي.

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون په يوه ويناپاڼه کې په مصر کې وروستي تاوتريخوالي غندلي او پر دواړو غاړو يې غږ کړی چې له زغمه کار واخلي.

په دغه وينا کې ښاغلي بان د مظاهره چيانو له لوري وروستي تاوتريخوالي او د امنيتي ځواکونو چلند چې له دوی سره يې مقابله کوله، غندلي دي.

هغه دغه راز پر کليساو، روغتونونو او نورو عامه ځايونو بريدونه د نه منلو وړ بللي دي.

ښاغلي بان ويلي په راتلونکو ورځو کې بايد د خلکو د وژلو د زياتېدو مخنيوي د دواړو غاړو په لومړيتوبونو کې وي.

ده وويل مصر اوس په ډېرو حساسو شېبو کې دی او ټولې ښکېلې غاړې بايد د ستونزو د هواري هڅې وکړي.

د شنبې په ورځ تلويزيونونو د مظاهره چيانو هغه تصويرونه وښوول چې د حکومت له بېړني اعلان سره سره خلک واټونو ته راوتلي وو.

ويليم هېګ

ځينو نورو راپورونو د اسکندريه په ښار هم د ټانکونو د ځای پر ځای کېدو خبرونه ورکړل.

دغه راز ويل شوي هغه بانکونه چې د چارشنبې له ورځې يې د اعتراضونو له امله خپل کارونه ځنډولي و، نن بېرته خپل کارونه پيل کړي.

پر همدې مهال د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند اعلان کړی چې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هېګ خپل مصري سيال نبيل فهمي ته په تليفون کې ويلي، چې په مصر کې بايد تاوتريخوالي ته د پای ټکی کېښودل شي.

ښاغلي هېګ هم په دغه هېواد کې تاوتريخوالی غندلی او له دواړو غاړو يې غوښتي چې له لا زيات تاوتريخوالي پرهېز وکړي.

د مصر د روغتيا وزارت د جمعې په ورځ د وژل شويو کسانو شمېر چې ډیری د محمد مرسي پلويان دي ۱۷۳ اعلان کړ، خو اخوان المسلمين دغه شمېره د دې دوه برابره ښيي.

وزارت وايي په دغو نښتو کې ۱۳۳۰ کسه ټپيان شوي دي.

ورته مطالب