فلسطین د موضوع حل به پر سیمې او نړۍ اغېز ولري

Image caption ځینې شنننکو وايي د فلسطین د موضوع حل به پر سیمې او نړۍ خورا ډېر اغېز ولري. لږ تر لږه په سیمه کې به یوه لویه ستونزه حل شوې وي.

دا چې د اسراییلو او فلسطین تر منځ خبر اترې باید په نهو میاشتو کې پایلې ته ورسېږي، ډېرو ته ګرانه ښکاري.

ایا د اسراییلو او فسلطینیانو د سولې خبرې اترې د هغو هېوادونو پرته نورو ته کوم ارزښت لري؟

د بي بي سي د ډېپلوماتیکو چار شننکو جنتن مارکس ورته کتنه کړې ده.

د سولې د خبرو لپاره یو لړ امتیازونه ورکړل شوي، د اسراییلو له خوا د فلسطیني بندیانو خوشي کول، په فلسطیني سیمو کې د اسراییلي مېشت ځایونو په هکله ګډ پوهاوی چې مېشت ځایونه جوړ شي او کنه او بیا په عام محضر کې د نویو مېشت ځایونو د جوړولو اعلان هغه څه دي چې د اسراییلو حکومت غواړي پر مټ یې په کور دننه د سولې د خبرو په اړه د مخالفتونو مخه ډب کړي.

په اسراییلو کې سیاسي مخالفتونو او فلسطینیانو ته په کتو چې په غزې تراډې کې د حماس او په لوېدیځه غاړه کې د فتح پر ګوند سره وېشل شوي ښايي ځیني کتوونکو ته د سولې د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پانګونه په پای کې ناکامه ښکاره شي.

خو ګڼ کتوونکي په دې بارو دي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري له خوا لویو اقداماتو ته په کتو د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ سوله د نور هر کله په پرتله ډېره اړینه ده.

په یوه اقدام کې چې ډېری ګومان کوي او تاسو یې په څرګنده توګه د برتانیا له بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ نه اورئ چې وايي د دوو هېوادونو حل لاره چې فلسطین دې په لوېدیځه غاړه او د غزې تراډه کې دې فلسطینیان وي او څنګ ته دې یې اسراییل وي په چټکۍ سره له لاسه وځي.

تېر کال د ډسمبر په میاشت کې ښاغلي هېګ وویل د دوو هېوادونو د حل لارې کړکۍ بندېږي.

د دې نظر له مخې د اسراییلو له خوا د فلسطیني ځمکو د اشغال د دایمي بڼې د خپلولو خطر شته، په اسراییلو کې د دېموکراسۍ او هغه لید لوري په اړه چې نوره نړۍ او په ځانګړې توګه لوېدیځ یې د اسراییلو په اړه لري پوښتنې را پورته کېږي.

بله خبره د عرب پسرلي یا په عربي هېوادونو کې د ډېموکراسۍ پلو پاڅونونو ده چې له کبله یې ګډوډي او ناڅرګندتیا را منځ ته شوې.

په ولسي پاڅونونو کې بالاخره پوځ واک ته ورسید، ګډوډي او په بشپړه توګه کورنۍ جګړه رامنځ ته شوې او خپلمنځي جګړې بیا تازه شوې.

د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ به له سولې سره له دغو ستونزه نه یوه هم هواره نه شي حتی په هوارېدو کې به یې مرسته هم و نه کړي خو په لوېدیځ کې دېپلوماتان په دې ګومان دی چې د نړۍ د لانجمنو موضوګانو څخه د یوې هغې هوارېدل به پر حالاتو مثبت اغېز وکړي.

همدې لانجې هم په سیمه او هم بهر کې د ډېرو غصه پارولې او د سیمې خراب حالت نور هم خرابوي.

ورته مطالب