د مصر سیناء کې ۲۴ پوځيان وژل شوي

Image caption سیناء کې مخکې هم دا ډول بریدونه شوي وو.

د مصر امنیتي سرچینو ویلي، چې وسله والو شمالي سیناء ټاپو کې د پوځيانو پر ګاډو بریدونه کړي، چې لږترلږه څلرویشت پوځيان یې وژلي دي.

په یوه راپور کې ویل شوي، چې وژل شوي د امنیتي ځواکونو غړي دي.

برید داسې مهال شوی، چې د غرې تراډې رفح ښار ته څېرمه په یوه کلي کې د پوځيانو موټر تېرېدل.

امنیتي چارواکو ویلي چې په برید کې درې نور پوځيان ټپیان شوي.

سیناء کې مخکې هم دا ډول بریدونه شوي وو.

ځینې رپوټونه وايي، چې وسله والو امنیتي ځواکونه لېږدوونکي موټر په "ار پي جي" راکټ ویشتلي.

بل خوا، فرانس پرېس خبري اژانس ویلي چې د مصر اسیوط ولایت یوه برید کې یو ولسي وګړی، دوه امنیتي کسان او یو پولیس وژل شوي.

خبرداری

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر امیر سعود الفیصل پاریس کې خبریالانو ته ویلي چې ګواښونه هېڅ نه شي کولی.

بل خوا د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند او نورو اروپايي مشرانو پاریس کې پر مصري حکومت غږ کړی چې سیاسي بندیان او د اخوان المسلمین ګوند نیول شوي مشران خوشي کړي.

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د مصر د روان کړکېچ د هواري لپاره ديپلوماتیکې هڅې روانې دي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر خالد بن محمد العطیه هم ورغلی و.

د فرانسې ولسمشر له قطري وزیر وغوښتل، چې هېواد یې د مصري روان کړکېچ په هواري کې له زړه کار وکړي.

قطر له اخوان المسلمین سره نژدې او ټینګ اړيکي لري، او د مصري ولسمشر محمد مرسي پرضد پوځي کودتا یې غندلې ده.

خو سعودي عربستان بیا د "ترهګرۍ" ضد مبارزه کې د مصري پوځ اخیستي ګامونه ستایلي دي.

هولاند ویلي چې "دا د منلو نه ده چې د مصر په څېر یو لوی هېواد د دا ډول وژنو او ناامنیو شاهد وي".

دی زیاتوي چې "د مصر ملګري هېوادونه باید د هر راز تاوتریخوالي درولو هڅې ګړندۍ کړي او د سیاسي جوړجاړي لپاره لاره هواره کړي، چې په دې سره د مصر ولس د ټاکنوله لارې دا وضعیت بدل کړي".

اروپايي ټولنې مصر ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به له دغه هېواد سره پر اړیکو بیا کتنه وکړي. دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویېلي، چې د ولسواکۍ او بنسټیزو حقونو پر ځای کول له پامه نشي غورځول کېدای او نه هم په وینو کې لاهو کېدای شي.

اروپايي ټولنې همدراز ویلي، چې تاوتریخوالي او وژنو ته مشروعیت نه شي ورکول کېدای او نه هم بښل کېدای شي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند غږ وکړ چې ټاکنې له روان کړکېچ څخه د مصر لپاره غوره لار ده.

Image caption سعودي عربستان بیا د "ترهګرۍ" ضد مبارزه کې د مصري پوځ اخیستي ګامونه ستایلي دي.

"موږ ټول، عربي هېوادونه، اروپا، فرانسه په ګډه مسولیت لرو چې د تاوتریخوالي د بندېدو لپاره کار وکړو. موږ باید داسې یوه نقشه جوړه کړو چې له لارې یې مصري سیاسي چارواکي په راتلونکو اونیو کې د ټاکنو پر تنظیمولو کار وکړي. له همدې لارې د مصر خلک خپله اراده څرګندولای شي".

د ویلو ده، چې د تېرې چارشنبې پر ورځ قاهره کې د محمد مرسي د پلوي لاریونیانو د کېږدیو تر ړنګولو وروسته لږترلږه ۸۰۰ کسان وژل شوي.

بل خوا، د تېرې یکشنبې پر ورځ قاهره کې د اخوان المسلمین ګوند د بندیانو د لېږد پرمهال اړدوړ او نښته کې لږترلږه ۳۸کسانووژل شول.

پېښه د قاهرې په شمال ختيځ کې ۴۰ کیلومتره لیرې د ابو زعبل زندان ته د بندیانو د لېږد پرمهال رامنځ ته شوې ده.

ورته مطالب