د اخوان المسلمین عمومي منشي محمد البدیع نیول شوی

محمد البدیع
Image caption بدیع په وترنرۍ کې دوکتورا لري، او د هغو سلو عرب پوهانو لست کې دی، چې د عربي علمي انسایکلوپیډیا مخونو کې یې ذکر شوی.

د مصر تلوېزیون ویلي چې د اخوان المسلمین ګوند عمومي منشي محمد البدیع نیول شوی دی.

نوموړی د سې شنبې پر ګهيځ د قاهرې ختيځ کې پخپل کور کې د اخوان المسلمین ګوند له یوه بل مشر سره نیول شوی دی.

د نوموړي کور د رابعه العدویه میدان سیمه کې پروت دی.

د اخوان المسلمین ګوند سیاسي څانګې ازادۍ او عدالت د بدیع تر نیول کېدا وروسته د هغه مرستیال محمود عزت د اخوان المسلمین ګوند مشر ټاکل شوی.

رابعه العدویه سیمه د اخوان المسلمین د پلویانو د څه باندې شپږو اوونیو لپاره د راټولېدو ځای و، چې یوه اونۍ مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا په زور له دې سیمې وایستل شول، چې سلګونه کسان په کې ووژل شول.

د مصر د ولسمشرۍ دفتر وروسته تر هغه، چې سیناء ټاپو کې لږترلږه ۲۵ مصري پوځيان ووژل شول، په ټول هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی.

مصري حکومت وژل شوي پوځيان د "هېواد شهیدان" بللي.

بل خوا وړمه ورځ قاهرې ته څېرمه د محمد مرسي د پلوي بندیانو د لېږد پرمهال په نښته کې لږترلږه ۳۸ بندیان وژل شوي وو.

له تېرې چارشنبې ورځې راهیسې د مصر اړدوړ او نښتو کې تر ۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې زیاتره یې د اخوان المسلمین ګوند پلویان دي.

د مصر څارنوالۍ محمد البدیع او پنځه نور مشران قاهره کې د لاریون کوونکو په هڅولو تورن شوي.

د قاهرې استیناف محکمه د اګست پر ۲۵ د بدیع او پنځو نورو تورنو په اړه غونډه کوي، چې په دوی کې خیرت الشاطر، محمد رشاد بیومي، مصطفی عبدالعظیم البشلاوي، محمد العظیم البشلاوي او عاطف عبدالجلیل السمري هم راځي.

د مرسي د بند موده غځول

د مصر څارنوالۍ تېره اونۍ د لیرې شوي ولسمشر محمد مرسي د بند غځولو پرېکړه کړې ده.

مصري چارواکو د محمد مرسي تر لیرې کېدو وروسته د اخوان المسلمین ګوند پر مشرانو د بندیزونو لګولو په غور کې دی، چې په دې کې د هغوی پر پیسو او شتمنیو هم د بندیزونو په اړه فکر کېږي.

Image caption مرسي پلوي لاریونیان واک ته د هغه د بېرته رسېدو غوښتونکي دي.

مصري امنیتي سرتېرو په وروستیو ورځو کې د اخوان المسلمین ګوند تر زرو ډېر غړي نیولي.

خو د تېرې دوشنبې پر ورځ اخوانیانو قاهره، جیزې او نورو سیمو کې داسې مهال لاریونونه وکړل، چې حکومت هلته ګرځبندیز لګولی و.

ملګرو ملتونو او امریکا اندېښنه ښوولې چې د مصر کړکېچ ناورین رامنځ ته کول شي؛ ځکه چې هلته پراخې وسلې کارول کېږي، خو واشنګټن له مصري حکومته د هر اړخیز سیاسي جوړجاړي غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي چې د مصر سیاسي مشران او واکمن چارواکي د هېواد روان تاوتریخوالي ختمولو لپاره باید په ګډه کار وکړي.

ورته مطالب