"یو میلیون" سوري ماشومان کډوال شوي

سوريه
Image caption ملګرو ملتونو ویلي چې له سوریې یو میلیون ماشومان بې ځایه کېدو او خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

ملګرو ملتونو له سوري حکومته غوښتي، چې د کیمیاوي وسلو کارولو په اړه استول شوې ډلې ته اجازه ورکړي، چې په چټک ډول خپله څېړنه وکړي.

بان کي مون ویليو د سوریې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د کیمیاوي وسلو بریدونه باید" له هېڅ راز ځنډ پرته وڅېړل شي".

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د سوریې دمشق ته یو چارواکی استوي، چې د خپلو څېړنو په اړه خبري کنفرانس جوړ کړي.

وړاندې، فرانس ویلي وو چې "د سوري حکومت پرضد له زوره کار اخیستلو ته شاید اړتیا پیدا شي".

پر همدې مهال، ملګرو ملتونو ویلي چې له سوریې یو میلیون ماشومان بې ځایه کېدو او خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې او یونیسف د ماشومانو دغه بې ځایه کېدنه "له شرم ډک کار" بللی او وايي چې په کور د ننه دوه میلیونه نور ماشومان بې ځایه شوي.

سوري حکومت مخالف فعالین وايي چې دمشق ته څېرمه الغوطه سیمه کې د تېرې چارشنبې ورځې کیمیاوي برید کې سلګونه کسان وژل شوي.

ملګرو ملتونو هلته د وژل شویو شمېر تر ۱۳۰۰ ډېر ښودلی و.

د نړیوال قانون ماتول

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا هم ویلي چې "هرځای د کیمیاوي وسلو کارول، هغه که د هرچا له لوري په هر صورت وي، د نړیوال قانون ماتول دي، چې په وینا یې دا "انساني ضد جرم ډېرې ناوړه پایلې لرلی شي".

هغه زیاتوي چې "هېڅ داسې مانع نه شته، چې هلته د ادعا شویو کیمیاوي وسلو د کارولو د مخنیوي لپاره سوري حکومت او مخالفان یې د څېړونکو مخه ونیسي".

د ملګرو ملتونو د کیمیاوي وسلو کارولو څېړونکې ډله د تېرې یکشنبې پر ورځ دمشق ته رسېدلې، چې د برید له ځایه ایله پینځلس کیلومتره لیرې پرته ده.

نړیوال غبرګونونه

پر همدې مهال، د سوریې الغوطه کې د کیمیاوي وسلو کارولو په اړه توند نړیوال غبرګونونه راغلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو دا پېښه د بوسنیا سربرنیتڅا ټول وژنې ته ورته بللې، چې په ۱۹۹۵ کال کې لږترلږه اته زره مسلمانان په کې ووژل شول.

اوغلو بي بي سي ته ویلي، که چېرې امنیت شورا د سوري ولسمشر بشارالاسد پرضد ګام اخیستو کې پاتې راغله، ترکیه به یې پرضد د نړیوال ایتلاف راپورته کېدو غوښتنه او هڅې وکړي.

بل خوا، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس ویلي، که چېرې دا ادعاوې ثابتې شي، د سوریې په اړه شاید "د زور کارولو ته" اړتیا پیدا شي.

خو امریکا بیا ویلي، چې لومړی دې د دغو ادعاوو د ثبوت او حقیقتونو څرګندولو لپاره کار وشي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم یوه ویناپاڼه کې ویلي چې "سوریه کې د بې ګناه وګړو د وژلو پرضد د هېڅ راز ګام اخیستل لیرې نه دي".

ورته مطالب