براډلي مننګ وايي سر له اوسه نجلۍ شوی

براډلي مننګ
Image caption براډلي مننګ: ''غواړم د چیلسي په نامه نجلۍ شم''.

هغه امریکايي پوځي، چې ویکیلیکس وېپپاڼې ته د پټو امریکايي رازونو په ورکولو او افشا کولو تورن او ۳۵ کاله بندي شوی، وايي چې خپل نرتوبه تېر او ښځه دی.

نوموړي د امریکا له این بي سي تلوېزیون سره د نن پروګرام مرکه کې ویلي چې "زه د چیلسي مننګ" په نامه نجلۍ یم.

مننګ دا هم ویلي، داسې انګیري چې له ماشومتوب راهیسې هلک نه و، او غواړي چې اوس د خپل هرمون علاج وکړي او تر دې وروسته په چیلسي مشهور شي.

د ویلو ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې مننګ د محاکمې پر مهال مبارزه کوله، چې ګني نارینه نه دی.

د هغه دفاعي وکیلان، چې علاج کوونکي یې هم پکې راځي، وايي چې د مننګ سمه ساتنه یې کړې ده.

دوی محکمې ته ویلي چې موکل یې غواړي نجلۍ شي.

پر همدې مهال، د امریکا پوځي څارنوالۍ مننګ یو شهرت غوښتونکی خاین بللی، او له محکمې یې غوښتي، چې ۶۰ کاله یې بندي کړي.

څارنوالۍ ويلي، دا کار ځکه کوي، چې نورو پټو رازونو افشا کوونکو ته دا قضیه یو عبرت وګرځي.

د برتانیا ویلز کې زیږېدلی مننګ د امریکا اوکلاهوما ایالت کې لوی شوی، چې په ۲۰۰۹ کال د خپلو پوهنتوني فیسونو د پرې کولو په هدف د امریکا پوځ ته داخل شوی.

مننګ په ۲۰۱۰ کال عراق ته استول شوی و.

خو عراق ته تر رسېدا وروسته، ژر یې له جګړې زړه تور شو، همدا وو چې ځان یې له خپلو پوځي ملګرو او د کورنۍ له غړو ګوښه کړ.

Image caption د برتانیا ویلز کې زیږېدلی مننګ د امریکا اوکلاهوما ایالت کې لوی شوی، چې په ۲۰۰۹ کال د خپلو پوهنتوني فیسونو د پرې کولو په هدف د امریکا پوځ ته داخل شوی.

د ۲۰۱۰ مې کې یې د امریکايي پټو اسنادو د افشا کولو کار پیل کړ، چې د امریکا په ټول تاریخ کې د حکومتي اسنادو د افشا کولو ته یې ملا وتړله.

مننګ د افغانستان او عراق په اړه سلګونه زره پټ دیپلوماتیک او پوځي امریکايي اسناد افشا کړل.

مننګ ویل، دا کار یې ځکه کړی چې د دغو اسنادو په افشا کولو سره به د امریکا بهرني سیاست او پوځي تګلارې په اړه خلکو ته د بحث او خبرو موقع پرانیستل شي.

خو وروسته یې پر خپلو کړنو پښیماني وښوده.

ورته مطالب