د اوبو د کمښت په اړه د نړيوالو اندېښنې

Image caption د منځنى اسيا د هېوادونو ۶۰ سلنه اوبه د تاجکستان له غرونو سرچينه اخلي

په نړيواله کچه د اوبو کمښت هغه څه دي، چې د ډيرو هيوادونو انديښنې يې راپارولي دي.

د همدغو انديښنو د لرې کولو لپاره د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې يوه ستره نړيواله ناسته جوړه شوې وه، چې د نړۍ د شاوخوا ۷۰ هيوادونو استازو ، سياستوالو او کارپوهانو برخه اخيستې وه .

د غونډې برخه والو په يوه خوله دا خبره کوله چې د اوبو د کچې ښکته کېدو نه يوازې د اقتصادي پرمختگ د لارې پر سر خنډونه راولاړ کړي، بلکې د دوى له نظره دغه څه د نړۍ په هيوادونو کې سولې او ټيکاو ته هم ستر گواښونه پيښ کړي دي.

په دوشنبې کې د بي بي سي خبريال سهراب ضيا په دې اړه يو رپوټ چمتو کړى چې پښتو شوې بڼه يې محمود کوچى وړاندې کوي:

د اوبو د کچې د ټيټيدنې سره د مبارزې په چاره کې د نړيوالې همکارۍ د سترې غونډې برخه والو ۲۰۱۳ زيږديز کال د اوبو په برخه کې د نړيوالې همکارۍ په نوم و نوماوه چې ملگرو ملتونو هم له دغه څه سره هوکړه وکړه.

غونډه کې چې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې د شاوخوا ۷۰ هېوادونو د استازو په گډون جوړه شوې وه، پريکړه وشوه چې د اوبو د کچې د ټيټدو سره د مبارزې په چاره کې کوټلي گامونه پورته کړي.

تاجکستان چې د لسو کالو را په دې خوا د اوبو په برخه کې غواړي دغې ستونزې د هواري په چاره کې له نورو ټولو هيوادونو په تيره بيا د منځنى اسيا په منځ کې مخکښ پاتې شي.

په ملگرو ملتونو کې د تاجکستان دايمي استازى سراج الدين اسلوف په دې اړه وايي، چې په نړۍ کې د نفوسو په ډيريدا سره د اوبو ستونزه زياته شوې، نو د هغه په وينا بايد د اوبو سپما ته هم لازمه پاملرنه وشي:

"د اقليم او هوا بدلون په نړۍ کې د اوبو پر زيرمو بد اغيز شيندلى، له بل پلوه په نړۍ کې د نفوسو شميره مخ په زياتيدو ده، کله چې نفوس ډيريږي، هومره اوبو ته اړتيا هم ورسره زياتيږي، زما اصلي موخه هم دا ده چې نړيوالو ته ووايو د اوبو په کارونه کې دې ډيره پاملرنه وکړي او تر ډيره دې اوبه سپما کړي".

د منځنى اسيا د هېوادونو ۶۰ سلنه اوبه د تاجکستان له غرونو سرچينه اخلي، خو پخپله دغه هيواد يوازې د دغو اوبو ۱۰ سلنه لگوي.

په همدې حال کې ازبکستان د خپلې اړتيا زياته برخه اوبه له تاجکستانه اخلي، خو د دغه هيواد د کنگلو ويلي کيدل په تيرو لسو کالو کې د دغه هيواد انديښنې نورې هم ډيرې کړي دي.

بله خبره دا ده چې د منځنى اسيا په هيوادونو کې د اوبو د مديريت کمزورتيا او نشتوالى هغه بله ستونزه ده چې د دغو انديښنو کچه يې زياته کړې ده.

د ځينو کسانو په وينا که په دې برخه کې لازمې همکارۍ و نه شي، نو ښايي په سيمه کې د خلکو تر منځ ناندرۍ او تربگنۍ هم زياتې کړي.

همدا اوس هم ازبکستان د تاجکستان د ارغون د انرژۍ د هغې تگلارې سره په مخالفت کې ولاړ دى چې وايي که چيرته داسې کيږي، نو ورسره د هغوى کروندې ښايي شاړې پاتې شي.

خو تاجکستان د ازبکستان دغه انديښنه بيځايه بولي او وايي چې د انرژۍ دغه تگلاره د نورو هيوادونو په تيره بيا د ازبکستان په گټه ده.

د اوبو کړکيچ د منځنى اسيا تر څنگ نورو هيوادونه هم گواښي، په ملگرو ملتو کې د افغانستان دايمي استازى ظاهر طنين وايي هيواد يې هم د دغه کړکيچ له امله گواښل کيږي.

د ښاغلي طنين له نظره که دغسې ناستې پاستې ډيرې شي، نو په وينا يې کيداى شي تر يوه بريده دغه ستونزه هواره شي:

"د اوبو پر سر خبرې نن سبا ډيرې جدي دي، هم له دې اړخه چې څنگه د دغه کړکيچ سره مبارزه وکړو او هم له دې نظره چې څنگه په گډه سره په دې برخه کې له اوبو نه سمه گټه پورته کړو".

ښاغلی طنين وايي سره له دې موږ اوس د اوبو پراخې زېرمې لرو، خو شاوخوا ۴۰ کاله وروسته به د څښاک پاکې اوبه نه پيدا کېږي:

"افغانستان هغه هيواد دى چې په ۲۰۵۰ زيږديز کال کې به دغلته نه د څښاک لپاره اوبه وي او نه به د کرنيزو ځمکو لپاره، خو له هغو نه په سمه توگه گټه نه پورته کيږي ، موږ به په راتلونکو کلونو کې له سختو ستونزو سره لاس او گريوان وو".

تاجکستان په پام کې لري چې د اوبو په برخه کې د همکاريو د پرمختيا لپاره يو نړيوال مرکز په پلازمېنه دوشنبې کې جوړ کړي چې له همدغه مرکزه به د اوبو نړيوالې تگلارې څارل کيږي.

د دغه مرکز جوړونکي وايي هغه کارپوهان چې د اوبو او د نړيوالې ديپلوماسۍ په برخه کې لاس بري دي ، هغوى ته په کار دي چې د دغو تگلارو د جوړولو لپاره سره يوه خوله شي.

د دغې جوړې شوې نړيوالې غونډې برخه والو د خپلو ناستو په پاى کې يو پريکړه ليک هم خپور کړ چې تر ډيره د نړيوالو هڅو په ډيريدا او همغږۍ ټينگار شوى.

په پرېکړه ليک کې په ډاگه شوې چې که نړيوال سره په دغو هڅو کې يو نه شي، نو د اوبو د کمي ستونزه به ټول نړيوال وگواښي او پېښيدونکي زيانونه به يې له اټکله وتلي وي.

ورته مطالب