د مایکروسافټ مشر سټیو بالمر دنده پرېږدي

Image caption بالمر ۱۹۸۰ کې مایکرو سوفټ ته ورغی.

د مایکروسافټ مشر سټیوبالمر د یوه کال په مودې کې دننه د تقاعد کېدو اعلان کړی.

دې خبر سره د مایکروسافټ ونډو کې نهه سلنه زیاتوالی راغلی.

پر مایکروسوفټ له دې امله نېوکې کېدې، چې د موبایل ډېوایسیز ګټور کاروبار ته یې ناوخته مخه کړه. بالمر په یوه مرکه کې وویل:

" که څه هم د داسې بدلون لپاره هېڅ وخت ایډیال نه وي، خو اوس یې مناسب وخت رارسېدلی."

نوموړي زیاته کړه:

" موږ یوه داسې مشر ته اړتیا لرو، چې دغه نوي لوري ته د لارښوونې لپاره تر ډېره موجود وي."

مایکرو سافټ نړۍ کې د سوفټ ویر تر ټولو لویه کمپنۍ ده او د سټیو بالمر د ځایناستي موندلو لپاره یې یوه کمېټه ټاکلې ده.

دې کمېټه کې د مایکروسافټ موسس بل ګیټس هم شامل دی.

۷۵ کلن بالمر ۲۰۰۰ م کې د بل ګیټس ځایناستی شو.

دوی دواړو ۱۹۷۳ کال هارورډ پوهنتون کې د محصلۍ پر مهال یو بل ولیدل او بالمر ۱۹۸۰ کې مایکرو سافټ کې شامل شو.

اوس چې مشتریان کمپیوټرونه پرېږدي او ټابلیټس او سمارټ فونونه خپلوي، داسې ښکاري چې مایکروسافټ له ستونزو سره مخامخ دی.

مایکروسافټ ته سخته ده، چې د سمارټ فون او ټابلیټس په ډګر کې ځان ته ځای جوړ کړي.

تېره میاشت د بدلون یوه پروګرام کې د دې نیمګړتیاوو لرې کولو په باب غور وشو.

د فورسټر تحقیق رسنیز څېوړنکی اینډریو بارټلز وايي، پر سټیو بالمر نیوکې بې ځایه نه دي، چې " کله ډلې ډلې مشتریان د ټابلېټس لوري ته روان وو، نو مایکروسوفټ هک پک ولاړ و."

خو د نوموړي په وینا د بنګ او ایکس باکس په څېر بریالیو تولیداتو لپاره بالمر د ستاینې وړ دی.

ورته مطالب