هندي پولیسو خبریالې د تېري په تړاو بل کس نیولی

Image caption دې ډله ییز جنسي تېري په ټولو هند کې غصه را پارولې.

د هند په ممبی ښار کې پولیسو پر یوې ۲۲ کلنې خبریالې په ډله ییز جنسي تېري، دویم تورن کس نیولى دی.

دا تېری د تېرې پنجشنبې په ورځ شوی و.

د دې پېښې په تړاو چې د نساجي په یوه ړنګه شوې فابریکه شوې وه، تېره ورځ هم یو ۱۹ کلن کس نیول شوی و.

پولیس وايي د درې نورو تورنو د نیولو لپاره یې د پولیسو ځانګړى ټولى ګمارلى دى.

خبریاله اوس په روغتون کې ده او ویل کېږي چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

دې ډله ییز جنسي تېري په ټولو هند کې غصه را پارولې او ور سره دا پوښتنه را ولاړه شوې چې په نوې ډیلي کې پر یوې محصلې د تېر کال ډله ییز جنسي تېري راهیسې کوم بدلون راغلی که نه؟

د ممبی پولیسو ژمنه کړې چې د جنسي تېري کونکې هغه ډله به ژر تر ژر د عدالت منګولو ته سپاري، چې په هندوستان کې یې د خلکو سخته غصه راپارولې ده.

پولیسو ویلي ځانګړې او لوړ پوړې ډله یې په کار اچولې چې په هغو درو نورو کسانو پسې پلټنه وکړي چې د جنسي تېري تورونه پرې لګول شوي دي.

دغه درې کسان پر یوې ژورنالستې په جنسي تېري تورن دي.

دغه ژورنالسته له خپل یو نارینه همکار سره د یوې ځانګړې دندې لپاره هلته تللې وه چې اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده او ویل کېږي چې حالت یې مخ پر ښه کېدو دی.

پر دې ژورنالستې برید د هغې جنسي تېري کونکې ډلې برید ته ورته دی چې په ډیلي کې یې تېر کال یوه زده کوونکې په ډېره بې رحمۍ ووژله.

دغې وروستۍ پېښې په هندوستان کې د دې سبب شوې چې د جنسي تېریو په وړاندې سخت قانوني ګامونه پورته شي خو ډېری خلک دا پوښتنه لري چې ایا دا ګامونه به کوم اغېز ولري که نه؟

ورته مطالب