پر سوريې د بريد په اړه امريکا ته د ايران خبرداری

Image caption مسعود جزايري ويلي، هرڅوک چې دغه اور ته لمن وهي، د ولسونو له غچ اخيستو به خوندي نه وي

د ايران د لوی درستيز مرستيال امريکا ته خبرداری ورکړی، چې په سوريه کې ممکنه پوځي مداخله به د امريکا لپاره 'ناوړه پايلې' ولري.

سرتيپ مسعود جزايري ويلي: "هرڅوک چې دغه اور ته لمن وهي، د ولسونو له غچ اخيستو به خوندي نه وي".

امريکا، برتانيا او فرانسه وروسته له هغه چې دمشق ته څېرمه د کېمياوي وسلو د کارولو په اړه راپورونه ورکړل شول، پر سوريې د احتمالي پوځي بريد په اړه خبر ورکړی.

ښاغلي جزايري دغه راز ويلي بشار الاسد اوس هم په کورنۍ جګړه کې لاسبری دی او د ده په خبره دا لويديځې رسنۍ دي چې د حکومت پر ضد پروپاګند کوي.

تېره ورځ بې پولې ډاکټرانو اعلان وکړ چې له ۳۰۰ زيات قربانيان د هغه څه له امله چې دوی د احتمالي کېمیاوي وسلو کارول ښوولي، مړه شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي دا بیخې څرګنده ده چې د د مشق شاوخوا وژل شوي کسان زهرجن غاز مسموم کړي وو.

دوی ته د سوریې ډاکترانو دا شواهد چې له دوی سره کار کوي ور ښوولي دي.

د دې ټولنې یوه مشر کریستوفر سټوکس بي بي سي ته وویل یو هغه ډاکتر چې د ټپي شوي درملنه یې کوله مړ شوی او بل ناروغ شوی دی.

د بشار الاسد د حکومت مخالفين د دغه بريد پړه پر حکومت اچوي، خو د سوريې حکومت وايي ياغيانو دغه بريد کړی دی.

تېره شپه د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد معلم د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره د خبرو پر مهال وويل چې حکومت يې د ملګرو ملتو له څارونکو سره مرسته کوي.

ښاغلي معلم وويل: "حکومت يې د ملګرو ملتونو له څارونکو سره چې همدا اوس په سوريه کې دي همکاري کړې او دوی ته له هغو سيمو د ليدنې زمینه برابره وي، چې ويل کېږي کېمياوي وسلې په کې کارول شوي دي."

مالومه نه ده چې آيا د ښاغلي معلم هدف ټيک هماغه سيمې دي چې وروستی بريد په کې شوی که څنګه، ځکه څلور مياشتې وړاندې هم په سوريه کې د کېمیاوي وسلو د کارولو په اړه راپورونه خپاره شول.

هغه مهال د ملګرو ملتو څارونکي کارلا دلپونته ويلي و، شواهد ښيي چې دا د بشار الاسد مخالفين و چې له کېمياوي وسلو يې کار اخيستی، خو کمېسيون وروسته خپلې خبرې رد کړې.

ايران د سوريې سيمه ييز ملګری دی او له دې سره سره چې په سوريه کې مستقيمه پوځي مداخله ردوي، بيا بيا يې د بشار الاسد له حکومته ملاتړ اعلان کړی دی.

ورته مطالب