عراق کې د تاوتريخوالي تازه څپو ۴۶ کسه وژلي

Image caption د عراق په پلازمېنه بغداد او مرکزي ښار بعقوبه کې چاودنو تر ټولو لويه مرګ ژوبله اړولې ده

په عراق کې چارواکي وايي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د شویو بمي بريدونو په پایله کې لږترلږه ۴۶ کسه وژل شوي دي.

د عراق په پلازمېنه بغداد او مرکزي ښار بعقوبه کې چاودنو تر ټولو لويه مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپورونو له مخې په بعقوبه ښار کې څلور چاودنې شوي، چې دوه يې د شيعه مسلمانانو د يوه واده په مراسمو کې شوي.

په پلازمېنه بغداد کې د چای څښلو په يوه سماوات او نورو سيمو کې څو چاودنې شوي، چې له امله يې ۹ کسه وژل شوي دي.

په شمالي ښار بلد کې چارواکي وايي يو موټر بم چاودنه ټيک هغه مهال وشوه، چې يو ځايي قاضي له دغې سيمې تېرېده.

په چاودنه کې لږترلږه څلور کسه وژل شوي او په ټپيانو کې پخپله قاضي هم شامل دی.

فرقه ييز تاوتريخوالی

په عراق کې د شعیه او سني مذهب د لارويانو ترمنځ د روان جنجال له امله فرقه ييزې شخړې زياتې شوي او روان کال کې په دا ډول پېښو کې لږترلږه ۴۰۰۰ کسه وژل شوي دي.

له دې پرته په موصل کې په يوه تقلبي پوسته کې د امنيتي ځواکونو يو موټر درول شوی او بيا ډزې پرې شوي چې په پايله کې يې پنځه پوځيان وژل شوي.

پر همدې مهال د ترکيې له پولې سره نژدې شاباک ته څېرمه چاودنو کې هم زيات کسان وژل شوي دي.

په عراق کې د روژې په مياشت کې د تاوتريخوالي په پېښو کې ۶۷۰ کسه ووژل شول، چې د روان کال کې تر ټولو خونړۍ مياشت وه.

په عراق کې مېشت سنيان وايي چې د شعيه لومړي وزير نوري المالکي په حکومت کې سني مسلمانان له پامه غورځول شوي دي.

په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امريکا له بريد وروسته ۲۰۱۳ کال تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی.

ورته مطالب