ایران چین او هند ته د اوسپنې صادرات ډېروی

Image caption د چین د ګمرکونو شمېرې ښيي، چې د تېر ۲۰۱۲ کال اوو میاشتو کې ایران چین ته ۱۳.۴ میلیون اوسپنه صادره کړې.

ایران هوډ کړی، چې هند او چین ته د خامې اوسپنې صادراتو کچه لوړه کړي.

تهران له نوي ډيلي او بیجینګ سره دا تړون داسې مهال کړی، چې لاهم پر ایران د لوېديځ اقتصادي بندیزونه دوام لري.

تر ډېره د لوېديځو هېوادونو د بندیزونو له کبله د ایران د تېلو د صادراتو سکتور اغېزمن شوی.

په وروستیو کلونو کې د بندیزونو له کبله ایران کې د تېلو د صادراتو کچه نیمايي ته راښکته شوې.

لوېديځ وايي، تر هغه چې ایران د اتومي پروګرام پر سر خبرو ته غاړه نه وي اېښې او دغه پروګرام ونه دروي، پر تهران به یې اقتصادي بندیزونه دوام وکړي.

خو اوس تهران ویلي، چې د خامې اوسپنې صادراتو کچه یې په کلني معیار ۶۰٪ سلنه لوړه کړې، چې هرکال یې د نژدې ۲۵ میلیون ټنه خامې اوسپنې د صادراتو په مټ نژدې درې میلیارد ډالر ترلاسه کوي.

خو هر کال ایران دغه میلیاردونه تر لاسه کېدونکي ډالر د تېلو د صادراتو پرتله لږ دي، چې اوس یې د اقتصادي بندیزونو له کبله بازار سوړ او ایران کې اقتصادي کړکېچ رامنځ ته شوی.

ایران هر کال د تېلو د صادراتو له اړخه نژدې ۳۵ میلیارد ډالر ترلاسه کوي.

د ایران د تېلو د سکتور حکومتي ملي شرکت مخکني مشر مهدي فرضي ویلي، چې نړیوال بندیزونه د دې لامل شوي، چې ایران د تېلو، غاز او اوسپنې سربېره خپلو نورو صادراتو ته بله لار ولټوي.

د امریکا د انرژۍ د معلوماتي ادارې د راپور پربنسټ، په ۲۰۱۰ کال کې د ایران د تېلو د وارداتو کچه ۶۹ میلیارد ډالر وه.

تېر کال ایران چین ته د اوسپنې د صادرولو له اړخه پر هند پښه واړوله، چې په دې سره چین ته د اوسپنې صادراتو له اړخه لوی صادروونکی هېواد ګڼل شوی.

د چین د ګمرکونو شمېرې ښيي، چې د تېر ۲۰۱۲ کال اوو میاشتو کې ایران چین ته ۱۳.۴ میلیون اوسپنه صادره کړې.

ورته مطالب