سوریه: څارونکي کولی شي د کیمیاوي وسلو سیمه وڅېړي

Image caption د سوریې دولتي تلوېزیون ویلي ځواکونو په هغو ځایونو کې چې یاغیانو کارول د کیمیاوي وسلو نښې نښانې موندلي دي.

سوریې خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد پرضد د امریکا په مشرۍ پوځي اقدامات به په ټوله سیمه کې اور بل کړي.

د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر وايي سوریه په سیمه کې له خپلو ملګرو او متحدینو سره پیاوړې ده.

د بهرنیو چازو وزارت ویاند جهاد مقدیسي وايي پر سوریې به بمباري ستونزه هواره نه کړي.

"فکر نه کوم چې بمباري يا توغنديز بريدونه به ستونزه غوڅه کړي. سوريه له وړاندې په جګړه کې ښکېله ده. د دې يا هغې ودانۍ بمبارد نه څه نه ترلاسه کېږي، يوازې د جګړې غځېدو سبب ګرځي او تر څنګ به يې دواړه غاړې اړې وي چې د خپلې بقا لپاره نور او زيات زور وکاروي."

دغه راز د سوریې دولتي تلوېزیون یوه حکومتي اعلامیه خپره کړې چې وايي د سوریې حکومت د ملګرو ملتونو څارونکو ته چې وار دمخه په دمشق کې دي اجازه ورکوي چې د پلازمېنې دمشق په لمنو کې د کیمیاوي وسلو د کارېدنې د ادعاو په اړه څېړنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او برتانیا ګواښ کړی چې که معلومه شي سوریې تېره اوونۍ پر ولسې وګړو کیمیاوي وسلې کارولي نو له جدي ځواب سره به مخامخ شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې تړاو د برتانیا له صدراعظم ډېوېډ کېمېرون سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د برتانیا د صدراعظم دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دواړه مشران د کیمیاوي وسلو د مخه د زیاتېدونکو شواهدو په اړه اندېښمن وو.

د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل وايي هر اقدام ته چمتو دي.

"ولسمشر اوباما د دفاع له وزارت نه غوښتي چې په ټولو لارو چارو غور وکړي. موږ دا کار کړى او ورته تياری لرو. هره هغه پريکړه چې ولسمشر وکړي موږ به يې پلې کړو."

خو د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو د کارولو خبره ردوي او وايي کیمیاوې وسلې یاغیانو کارولې دي.

د سوریې دولتي تلوېزیون ویلي ځواکونو په هغو ځایونو کې چې یاغیانو کارول د کیمیاوي وسلو نښې نښانې موندلي دي.

خو مخالف فعالان دولتي ځواکونه تورنوي چې پر ولسي خلکو یې د کیمیاوي وسلو په کارولو سلګونه کسان وژلي دي.

د تېرو څو ورځو ګډوډیو او بې نظمیو اوس یو څو خبرې په ډاګه کړي دي.

ان د سوریې رژیم او د هغه ټینګ ملاتړي ایران او روسیه د دمشق په کلیو کې د چهارشنبې د ورځې د کیمیاوي وسلو د کارولو نه انکار نه کوي.

هغه زیات شمېر دردونکي ویډیویي تصویرونه چې د عامو خلکو له خوا عکاسي شوي دي داسې شواهد دي چې د کیمیاوي وسلې د کارولو څخه انکار نه شي کېدای.

تهران او مسکو دواړو، د سوريې د چارواکو نه په ټینګه غوښتنه کړې چې په دمشق کې د ملګرو ملتونو د کیمیاوي وسلو د څارونکو سره همکاري وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي د سوریې چارواکي سیمې ته د څارونکو د ورتګ تیاری نیسي. اوس مهال په سیمه کې جګړه روانه ده، خو ځنډ به په څرګنده دا مانا ولري چې د شواهدو د پټولو هڅه کېږي.

بلې خوا لوېدیځ هم ډېره حوصله نه شي کولای. خو بیا هم د سوریې د رژیم چمتوالی چې د څارونکي ډلې سره به همکاري کوي اوس مهال امریکا او ملاتړي یې د سوریې د حکومت پر ضد د ګام اخیستلو څخه څو قدمه شاته کړي دي.

يوه بله خبره چې اوس نوره هم روښانه شوه، هغه په تېرو څو ورځو کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما زړه نا زړه کېدل دي.

ولسمشر اوباما او ملاتړي یې نه غواړي به داسې کړکېچ کې ځانونه ښکېل کړي چې بیا وتل ورته ګرانه وي او حالات له دې نور هم پسې خراب کړي.

ورته مطالب