فلسطين له اسراييلو سره د سولې خبرې ځنډولي

Image caption روغتيايي سرچينې وايي په دغه نښته کې ۱۹ فلسطينيان ټپيان شوي دي

فلسطيني مرکچيانو له خپلو اسراييلو سيالانو سره د دوشنبې په ورځ کېدونکې خبرې وروسته له هغه لغوه کړې چې درې فلسطينيان د اسراييلي پوځ له لوري ووژل شول.

يوه فلسطيني چارواکي ويلي، چې د خبرو اترو په اړه نوې نېټه نه ده ټاکل شوې.

دغه کسان په لويديځه غاړه کې د قلنديه د کډوالو په يوه پنډغالي کې له اسراييلي پوځيانو سره د يوې نښتې پر مهال وژل شوي.

د فلسطين د روغتيايي مرستو رسولو سرچينې وايي چې په دغه نښته کې ۱۹ فلسطيني وګړي ټپيان شوي هم دي.

د فلسطين د روغتيايي مرستو رسولو کارکوونکي وايي چې ټپيان په مرميو لګېدلي دي.

اسراييلي چارواکي وايي د خلکو يوه لوی ټولي هغه مهال چې اسراييلي ځواکونو د يوه تورن اورپکي د نيولو لپاره عمليات کول، پر پوځيانو د ډبرو او پټرولي بمونو وارونه کړي دی.

د اسراييلي ځواکونو وياند پيټر لرنر بي بي سي ته ويلي، چې اسراييلي ځواکونه له بيت المقدس نه کابو ۱۲ کيلومتره لرې شمال خواته د يوه 'ترهګر' د نيولو لپاره تللي وو.

دی وايي د عملياتو پر مهال سلګونه فلسطينيانو په اسراييلو پوځيانو د کاڼو وارونه وکړل، او پوځيان يې له ګواښ سره مخامخ کړل.

درې کلن ځنډ

پيټر لرنر وايي: "دومره لويه بلوا وه چې له پوځيانو يې شمېر ډېر زيات و. کله چې بريد وشو، نو له پوځيانو سره له ډزو کولو پرته بله چاره نه وه. او دوی دا کار د خپلې دفاع لپاره وکړ".

د فلسطينې ادارې لومړي وزير رامی حمد الله د دغو وژنو غندنه کړې او ويلي يې دي چې "له دغه جنايته داسې برېښي چې زموږ خلک په نړيواله کچه خونديتوب ته اړتيا لري".

د اسراييلو او فلسطين ترمنځ مخامخ خبرې له درې کلن ځنډ وروسته اوس بېرته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېري په منځګړيتوب پيل شوي دي.

تر دې وړاندې د دواړو غاړو ترمنځ وروسته له هغه خبرې ناکامې شوې چې په ۲۰۱۰ کال کې اسراييلو په لويديځه غاړه کې د نويو يهودي مېشت ځايونو د جوړولو اعلان وکړ.

ورته مطالب