هېګل: امريکايي پوځيان پر سوريې بريد ته چمتو دي

هېګل
Image caption خو نوموړي وویل چې امریکا به د کره مالوماتو تر ترلاسه کولو ته انتظار وباسي

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل بي بي سي ته ویلي، که ولسمشر اوباما امر وکړي، امریکايي ځواکونه د سوریې پر وړاندې پوځي ګام پورته کولو ته چمتو دي.

ښاغلي هیګل وویل، چې پوځي بنسټونه د چمتوالي په حال کې دي او د ولسمشر اوباما انتخاب ته په تمه دي.

ده وویل، ده ته په زیاتېدونکي ډول څرګنده ده، چې د سوریې حکومت د تېرې اوونۍ د کیمیاوي وسلو د شکمن برید مسولیت پر غاړه درلود.

خو نوموړي وویل چې امریکا به د کره مالوماتو تر ترلاسه کولو ته انتظار وباسي.

تر ښاغلي هېګل وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د سوري وګړو پر وړاندې د کېمياوي وسلو کارول، غندلي دي.

ښاغلي کېري وويل، د بريد عکسونه چې د پلازمېنې دمشق په لمنو کې د کېمياوي وسلو د کارولو په اړه اخيستل شوي 'رېښتوني او قانع کوونکي' دي او انکار ترې نه شي کېدای.

ده وويل: "تېروتنه مه کوﺉ. ښاغلی اوباما په دې باور دی، هغه څوک چې د نړۍ تر ټولو خطرناکه وسله په تر ټولو اغيزمن شوې طبقې کاروي، بايد مسوول وپېژندل شي".

د وسلو پلټونکي

په سوریه کې د ملګرو ملتونو پلټونکي د تېرې اونۍ د کیمیاوي وسلو د شکمن برید په اړه د خپلو پلټنو په دویمه ورځ یوې بلې سیمې ته سفر کوي.

د دوشنبې په ورځ دغو پلټونکو د دمشق په څنډه کې یوه ځای ته سفر وکړ.

په یاده سیمه کې دوی دوو روغتونونو ته ورغلل، له عیني شاهدانو سره یې مرکې وکړې او د وینې سمپلونه يا نمونې یې واخېستې.

Image caption د ملګرو ملتو څارونکي دا وخت په سوريه کې د کېمياوي وسلو د کارېدو په اړه په پلټنو بوخت دي

له بریده ژوندی پاتې شویو کوچنیانو د هغې بمبارۍ شدت بیان کړی چې داسې ښکاري زهرجن ګاز پکې کارول شوی دی.

دوی ویلي، چې الوتکو او ټانکونو دواړو په یاد برید کې برخه اخېستې وه.

د سوریې حکومت او یاغیانو دواړو د دغه برید پړه پر یوه بل اچولې ده.

د سوريې غبرګون

خو د سوريې بهرنيو چارو وزير وليد المعلم په "څرګنده او بشپړه توګه" دا خبره ردوي چې حکومتي ځواکونو دې کيمياوي وسلې کارولي وي.

ښاغلي المعلم ورسته له هغه دا څرګندونې په دمشق کې يوه خبري کنفرانس ته کړي چې امريکا ويلي، د کيمياوي وسلو د بريد داسې نښې نښانې شته چې "ردېدی نه شي".

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وويل د ملګرو ملتونو پلټونکو ډله نه ده توانېدلې چې د کيمياوي وسلو کارونې دويم ځای ته ورشي، ځکه چې د ياغيانو له لوري درول شوي دي.

د ترکيې غوښتنه

د ترکیې حکومت هم پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارول کېدو پر وړاندې پوځي ګام پورته کړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو ويلي که د ملګرو ملتو د امنيت شورا په کچه د سوري کړکېچ د حل لپاره اقدام ونه شي، ترکيه به د سوريې پر ضد له بل هر نړیوال ايتلاف سره يو ځای شي.

ښاغلي داود اوغلو وويل: "زموږ لومړيتوب تل د نړېوالې ټولنې سره په ګډه د ملګرو ملتونو د پرېکړو پر بنسټ ده. خو که د ملګرو ملتونو امنيت شورا ونه توانېږي چې په دې اړه پرېکړه وکړي، نو پر ځای به يې بل ګام پورته کړي".

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير زياته کړه د شاوخوا ۳۶ هېوادونو يوه ډله د سوريې په کړکېچ کې د مداخلې پر لارو چارو فکر کوي.

ښاغلي احمد اوغلو وويل: "که د دغه بهير په منځ کې د سوريې پر ضد کوم ايتلاف جوړ شي، نو ترکيه به په دغه ايتلاف کې ورګډه شي."

روسيه او برتانيا

روسيه چې د سوريې له نژدې متحدانو څخه ده، په سوريه کې د لوديځ د هر ډول پوځي ګام پر ضد خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي لاوروف دغه راز ويلي پرته د امنيت شورا له ملاتړه د زور کارول به 'له نړيوالو اصولو ښکاره سرغړونه'وي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي د سوريې د بحران په اړه سره وېشلي دي.

روسيه او چين په سوريه کې له پوځي مداخلې سره مخالف دي، خو فرانسه او برتانيا خبرداری ورکوي، چې د 'سختې اړتيا پر مهال د انسان دوستانه شرايطو پر بنسټ د ملګرو ملتو له اصولو تېرېدل وجود لري.

د برتانيا د لومړي وزیر یو ویاند وايي، دغه هېواد د سوریې پر وړاندې د مناسب پوځي ګام پورته کولو لپاره شوني پلانونه جوړوي.

ورته مطالب