جان کېري: کېمياوي وسلې سوري رژيم کارولي دي

Image caption ده وويل ولسمشر اوباما اوس په دې فکر کوي چې دا ډول پېښې ته څه ډول غبرګون وښيي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په سوريه کې د سوري وګړو پر وړاندې د کېمياوي وسلو کارول، غندلي دي.

امريکا او ملاتړي يې د دغې پېښې په اړه د غبرګون ښوولو لپاره د پوځي زور کارولو په ګډون پر بېلابېلو لارو فکر کوي، خو روسيې د دا ډول اقدام په اړه خبرداری ورکړی.

ښاغلي کېري وويل، د بريد عکسونه چې د پلازمېنې دمشق په لمنو کې د کېمياوي وسلو د کارولو په اړه اخيستل شوي 'رېښتوني او قانع کوونکي' دي او انکار ترې نه شي کېدای.

ده وويل ولسمشر اوباما اوس په دې فکر کوي چې دا ډول پېښې ته څه ډول غبرګون وښيي.

ښاغلي کېري وويل: "تېروتنه مه کوﺉ. ښاغلی اوباما په دې باور دی، هغه څوک چې د نړۍ تر ټولو خطرناکه وسله په تر ټولو اغيزمن شوې طبقې کاروي، بايد مسوول وپېژندل شي".

وروسته له هغه د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني وويل: "زموږ په نظر ډېر لږ شکونه شته او د سوريې رژيم ګرم دی".

د سوريې ولسمشر بشار الاسد د دوشنبې په ورځ له يوې روسۍ ورځپاڼې ايزوستيا سره په مرکه کې د امريکا د پوځي اقدام په اړه خبرداری ورکړ.

ښاغلي اسد وويل: "که چا خوب ليدلی وي، چې سوريه دې د لويديځ نانځکه وي، داسې به ونه شي".

د سوريې حکومت دا ردوي چې ګواکې د کېمياوي وسلو بريد دې کړی وي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما دغه راز په سوريه کې د روان کړکېچ په اړه د دوشنبې په ورځ د استراليا له لومړي وزير کېون راد سره پر ټليفون خبرې وکړې.

د روسيې غبرګون

روسيه چې د سوريې له نژدې متحدانو څخه ده، په سوريه کې د لوديځ د هر ډول پوځي ګام پر ضد خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي لاوروف دغه راز ويلي پرته د امنيت شورا له ملاتړه د زور کارول به ( له نړيوالو اصولو ښکاره سرغړونه) وي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي د سوريې د بحران په اړه سره وېشلي دي.

روسيه او چين په سوريه کې له پوځي مداخلې سره مخالف دي، خو فرانسه او برتانيا خبرداری ورکوي، چې د 'سختې اړتيا پر مهال د انسان دوستانه شرايطو پر بنسټ' د ملګرو ملتو له اصولو تېرېدل وجود لري.

ښاغلی کېري وايي چې د سوريې حکومت د پټولو لپاره څه لري.

ده په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل: "هغه څه چې تېره اوونۍ يې په سوريه کې شاهدان وو، بايد د نړۍ وجدان ټکان وخوري. ځکه دا له هر ډول اخلاقي معیار نه تېری کوي".

هغه زياته کړه چې امريکا د دغه بريد په اړه اضافي معلومات لري، چې په راتلونکو ورځو کې به په ډاګه شي.

ورته مطالب