''له شک پرته '' سوري حکومت کیمیاوي برید کړی

جو بایډن
Image caption جو بایډن: ''له شک پرته سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارولو اصلي مسؤول د سوریې حکومت دی''.

د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن ویلي، "له شک پرته" سوریه کې کیمیاوي وسلې د بشارالاسد د حکومت له لوري کارول شوې.

ښاغلي بایډن دا هم ویلي چې دی او بارک اوباما پر دې باور دي، چې د بې ګناه ښځو او ماشومانو پروړاندې د دغه برید ځواب باید د بشارالاسد حکومت ووايي.

وړاندې د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني ویلي وو چې "له شک پرته" د سوریې حکومت دمشق ته څېرمه د کیمیاوي وسلو کارولو سبب شوی، او په پراخ ډول یې دا ډول وسلې کارولې دي.

ښاغلي کارني داه م ویلي اوس پوښتنه دا نه ده، چې "کیمیاوي وسلې کارول شوې او که نه، بلکې د دا ډول ناوړه عمل پروړاندې غبرګون مطرح دی".

د سپینې ماڼۍ ویاند ژمنه کړې، چې روانه اونۍ کې به د سوري حکومت له لوري د کیمیاوي وسلو د کارولو د ادعاوو په اړه غیر محرمانه مدرکونه په ډاګه شي.

پر همدې مهال، تېره ورځ د امریکا دفاع وزیر چک هېګل بي بي سي ته ویلي وو، که چېرې ولسمشر اوباما پر سوریې برید ته اجازه ورکړي، د امریکا پوځ دغه برید ته پوره چمتووالی لري.

ښاغلي هېګل زیاته کړې وه، چې: "موږ چمتو یو، موږ خپل پوځيان چمتو کړي، ولسمشر چې هر ډول وغواړي، هماغسې عمل ترسره کوو".

د امریکا حکومت وړاندې ویلي وو، که چېرې د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو کارولو کې پړ وخېژي، ډېر ‎ژر به یې پر وړاندې پوځي ګام پورته شي.

د تېرې چارشنبې پر ورځ دمشق ته څېرمه د کیمیاوي وسلو برید تر ۱۳۰۰ ډېر کسان ووژل او تر ۳۰۰۰ ډېر نور یې ژوبل کړل، چې په لړ کې یې امریکا، برتانیا، فرانسې او ترکیې سوریه کې د احتمالي پوځي مداخلې ګواښونه وکړل.

خو ایران او روسیې بیا ویل، چې شاید دا وسلې د سوري حکومت د مخالفینو له خوا کارول شوې وي.

د عربي هېوادونو ټولنې هم قاهره کې د کیمیاوي برید مسؤولیت پر سوري حکومت واچاوه.

همداشان، سعودي عربستان د سوري حکومت پر وړاندې د "غوڅ او جدي" ګام اخیستو غوښتنه کړې وه.

عربي هویت

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعودالفیصل ویلي وو، چې د سوریې حکومت "خپل عربي هویت له لاسه ورکړی دی".

د احتمالي برید لپاره د برتانوي پارلمان غونډه

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارولو د ارزونې او بحث په تړاو د پارلمان بېړنۍ غونډې وربللو غوښتنه کړې وه.

ښاغيلي کامیرون وویل چې د پارلمان مشر د پسرلنیو رخصتیو په لړ کې منلې ده، چې راتلونکې پنجشنبې به دغه غونډه وکړي.

ورته مطالب