د عراق تاوتریخوالي پېښو کې ۵۰ کسان وژل شوي

Image caption عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ فرقه ییز تاوتریخوالي له کبله د تشدد پېښې ډېرې شوې دي.

عراق کې چارواکي وايي، د بمي بریدونو یوې لړۍ پایله کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۶۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د روغتیايي او پولیس چارواکو په وینا هغو بریدونو کې چې د چهارشنبې په ورځ وشول، شیعه مېشتې سیمې په نښه شوې دي.

تر ټولو خونړي بریدونه د پلازمېنې بغداد په سویل ختیځ جیسر دلیا سیمه کې شوي، چې لږ تر لږه په کې اووه کسان وژل شوي دي.

په شمالي خادمیه سیمه کې د بمي بریدونو پایله کې پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. له دې سره سره په صدرښارګوټي سیمې شاوخوا کې هم بریدونه شوي.

فرقه ییز تاوتریخوالی

عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ فرقه ییز تاوتریخوالي له کبله د تشدد پېښې ډېرې شوې دي.

د سږ کال په اوږدو کې د دغه ډول پېښو له کبله لږ تر لږه څلور زره کسان وژل شوي دي. تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښو مسوولیت نه دی منلی، خو خبریالان وايي، په ظاهره دغه بریدونه سخت دریځو سنیانو کړي دي.

چارواکو د تشدد له پېښو وروسته پلازمېنې بغداد کې امنیتي تدبیرونه ډېر کړي دي.

عراق کې د روژې میاشتې په اوږدو کې ۶۷۰ کسان ووژل شول، چې سږ کال د یوې میاشتې مودې کې د بل هر وخت پرتله ډېرې وژنې وې.

د ملګرو ملتونو به وینا د جولای میاشتې په اوږدو کې ۱۰۷۰ کسان ووژل شول، چې ډېر په کې ولسي وګړي وو.

د عراق سنیان وايي، د نوري المالکي حکومت دوی له پامه غورځولي دي. کال ۲۰۰۳ کې له امریکایي برید راهیسې سږ کال د عراق لپاره تر ټولو خونړی و.

ورته مطالب