اسد: د لوېديځ له تېري به د ځان دفاع کوو

اسد
Image caption ښاغلي اسد دارنگه زياته کړه چې سوريه او مېړنى ولس به يې د ترهگرۍ په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د سوريې ولسمشر بشارالاسد ويلي، هېواد به يې د لويدېځ د تېرې پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

د سوريې حکومتي ټلويزيون په رپوټ کې راغلي، چې ښاغلي اسد د يمني سياستوالو يوه پلاوي ته ويلي چې دغه ډول يو پوځي گواښ به دده په وينا د سوريانو د خپلواکۍ جذبه لا ټينګه کړي.

د ټلويزيون ويندوى وايي:

"بشارالاسد د يمني پارلمان له غړو سره د کتنې پرمهال وويل، د سوريې پرضد هرډول مخامخ تېرى به ژورو ريښه يي اصولو ته زموږ ژمنه لا ډېره کړي او زموږ د خلکو د خپلواکۍ اراده به لا پخه کړي".

ښاغلي اسد دارنگه زياته کړه چې سوريه او مېړنى ولس به يې د ترهگرۍ په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې په وينا يې ددې هېواد د ويشلو په موخه د لوېديځ او اسراييلو له لوري يې ملاتړ کېږي.

د عربي هېوادونو یووالی

ده دارنگه ټينگار وکړ چې ددغه ډول تېريو پر وړاندې د ځان ددفاع لپاره د عربي هېوادونو يووالى ډېر مهم دى.

په همدي حال کې يمني پلاوي ويلي دي چې سوريه د عرب ولسونو ددفاع په لومړۍ کرښه کې پرته ده.

امريکا او برتانيا ټينگار کوي چې د مشق ته څيرمه د کېمياوي وسلو په ادعاشوي بريد کې سوري حکومت ښکېل دى، خو سوري حکومت ياغيان پر دغه بريد پړه بولي.

بل لوري ته ملگري ملتونه وايي چې د سوريې کړکېچ اوس په يوه ستر ناورين بدل شوى دى.

د سازمان په وينا، له هغه راهيسې چې دوه کاله وړاندې سوريه کې دغه جړه پيل شوه شاوخوا سل زره کسان وژل شوي دي.

همدارنگه سازمان د جگړې د تودېدو له کبله له سوريې د نورې ډله ييزې کډوالۍ په اړه هم اندېښنه ښوولې ده.

رپوټونه وايي د هغو سوريانو شمېر اوس يو ميليونه او اوه سوه زرو ته رسېدلى، چې تېرو دوه کلونو کې په گاونډيو هېوادونو کې کډوال شوي دي.

ورته مطالب