فرانسې د سوریې په تړاو د امریکا ملاتړ وکړ

فرانسو اولاند
Image caption فرانسو اولاند وایي، د برتانیا مخالفت به فرانسه له خپل دریځه په شا نه کړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، سوریه کې د پوځي برید پرضد د برتانوي پارلمان مخالفت به پاریس د امریکا له ملاتړه په شا نه کړي.

فرانسوا اولاند ویلي، ټول غوراوي په پام کې نیول شوي، او په څو ورځو کې پر سوري نظام برید له حقیقته لیرې خبره نه ده.

نوموړي وروسته تر هغې دا څرګندوې کړې، چې د امریکا دفاع وزیر چک هېګل وویل، واشنګټن د ممکنه پوځي برید لپاره ایتلاف ته اړتیا لري.

امریکا ویلي، دا چې د برتانیا پارلماني غړي د سوریې پرضد ګام اخیستو کې د خپل هېواد له پوځي مداخلې سره مخالفت ښيي، امریکا په یوازې سر د خپلو "لوړو ګټو" ساتلو په خاطر سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارولو غبرګون کې ګام پورته کولو ته چمتو ده.

امریکايان وايي " هغه هېوادونه چې د کیمیاوي وسلو کارولو په تړاو نړیوال قوانین او دودونه تر پښو لاندې کوي، باید حساب کتاب ورسره وشي".

واشنګټن پر سوري حکومت د خپل ولس پرضد د کیمیاوي وسلو کارولو تور لګوي، خو دمشق بیا دا څرګندونې نه مني.

د امريکا متحده ايالاتونو ويلي دي چې د سوريې پرضد د پوځي گام د اوچتولو په برخه کې به يوازې عمل وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، "د امریکايي ګټو په خاطر" ملګرو ملتونو او یا د برتانیا په څېر هېڅ ملاتړي ته اړتیا نه شته، چې پر سوریه له برید سره له امریکا سره ملګرتیا وکړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې کیتلین هایډن ویلي چې "تېره شپه مو د برتانیا پارلمان د رای اچولو پایله ولیده، د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د خپل هېواد د ګټو د خوندیتوب لپاره ګام پورته کړي. هغه باور کوي هغه هېوادونه چې د کیمیاوي وسلو کارولو له قانون څخه سرغړونه کوي، باید حساب ورسره وشي".

بل خوا، د ملي امنیت شورا مرستیال ویاند جوش ارنسټ ویلي وو، چې د اسد نظام ته باید "تادیبي" ګوزار" ورکړل شي.

دی وايي، چې هېواد یې ملګرو ملتونو کې تګلارې ته درناوی لري، خو له هغو غاړو سره یې سلا مشورې کړې دي، چې "ضد او نقیض" نظرونه لري.

د برتانيا لومړي وزير وويل، دا ورته څرگنده شوه چې پارلمان نه غواړي چې برتانيا دې د سوريې پرضد کومې پوځي کړنې کې ښکېل شي.

د پارلمان دغه گام د ښاغلي کاميرون پر اعتبار يو دروند گوزار دى.

د پارلمان له رايو لږ وروسته د برتانيا ددفاع وزير فيليپ هاموند د سوري حکومت پرضد په هرډول پوځي کړنې کې د برتانوي ځواکونو ونډه اخيستنه رد کړه.

Image caption امريکا غواړي له هغو هېوادونو سره حساب کتاب وشي چې د کيمياوي وسلو په کارولو سره نړيوال اصول تر پښو لاندې کوي.

په واشنگټن کې سپېنې ماڼۍ وويل د برتانيا د رايو د پايلو له کتلو څخه وروسته په داسې حال کې چې امريکا به د برتانيا له حکومت سره خپلو سلا مشورو ته دوام ورکړي، خو ولسمشر اوباما به په دې برخه کې د امريکا د ملي گټو پر بنسټ پرېکړه وکړي.

امريکا غواړي له هغو هېوادونو سره حساب کتاب وشي چې د کيمياوي وسلو په کارولو سره نړيوال اصول تر پښو لاندې کوي.

په همدي حال کې بي بي سي د سوري حکومت له لوري د نورو وژنو شواهد ليدلي دي.

د بي بي سي يوه خبريال يو ښوونځى کتلى چې ددې اونۍ په پيل کې د ناپالم په شان ورته بم پرې غورځول شوى و.

بم لس ماشومان وژلي دي او يو شمېر نور يې سخت سوځولي دي.

عيني شاهدانو ويلي دي چې پر ښوونځي د بم له غورځېدو د مخه يوې حکومتي جيټ الوتکې د هغه له پاسه الوتنه کوله.

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي د ملکي خلکو مرگه ژوبله بې ساري کچې ته رسېدلې او اړمنو کسانو ته د مرستو د رسولو په موخه له قيد او شرط پرته هغوى ته يې د رسېدو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب