پاریس او واشنګټن اسد ته "قوي ځواب" غواړي

اوباما
Image caption اوباما ویلي، چې سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارول د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی، چې په وینا یې د ګردې نړۍ لپاره هم خطر ګڼل کېدی شي.

په داسې حال کې چې روسیې دمشق ته د اروپا د پوځي بریدونو ګواښونه "نه منل کېدونکي" بللي، واشنګټن او پاریس ویلي، چې نړیوال باید د اسد لپاره لا نور قوي ګواښ او پیغام واستوي.

د فرانسې الیزېه ماڼۍ د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند تر تیلېفوني خبرو وروسته ویلي چې "دواړو مشرانو وویل، چې د کیمیاوي وسلو کارولو لپاره به هېچا ته اجازه ورنه کړي، او سوریه کې یې د دغو وسلو د کارولو پړه پر سوري چارواکو واچوله".

د فرانسې ولسمشرۍ دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ بارک اوباما او فرانسوا ویلي، فرانسه او امریکا د سوریې په تړاو خپلې مشورې ډېرې کړې، چې څرنګه د نړیوال ګواښ پروړاندې د سوریې له لوري د خطر ځواب ووايي.

اوبام او کیري

بل خوا، اوباما ویلي، چې سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارول د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی، چې په وینا یې د ګردې نړۍ لپاره هم خطر ګڼل کېدی شي.

هغه ویلي، چې هلته د کیمیاوي وسلو کارول تر ټولو ډېر د امریکا ملاتړو اسراییلو او اردن ته ډېر خطر لري.

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري بشارالاسد قاتل بللی، او وايي چې پر وړاندې به یې یوازې واشنګټن ګام پورته نه کړي، بلکې له کانګرېس او امریکايي ولس سره به په دې چاره کې مشوره وکړي.

اوباما بیا پخپله وینا کې ویلي، چې لا یې هم د سوري نظام پرضد د پوځي ګام اخیستو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

بارک اوباما دا هم ویلي، چې پر سوریې هر راز پوځي برید به د ایران او حزب الله لپاره څرګند پیغام وي.

بل خوا کیري ویلي، فکر نه کوي، چې سوریه کې د کیمیاوي وسلو د برید ترشا د سوري مخالفانو لاس وي، خو وايي چې دا کار یو بشر ضد ناشولته کړنه ده.

هغه ویلي، که چېرې پر سوري نظام برید کېږي، د ځمکې له لارې به نه کېږي، یوازې یو هدف به لري او ځمکني پوځيان به ګډون نه پکې کوي، او نه به افغانستان او عراق کې د ښکېلاک په څېر وي.

کیري وايي، واشنګټن د دغه برید لپاره د خپلو ملاتړو (فرانسې، عربي ټولنې، استرالیا او ترکیې) ملاتړ په انتظار دی.

۱۴۲۹ مړي

Image caption امریکايي راپور وايي، د کیمیاوي وسلو برید کې د وژل شویو له ډلې ۴۲۶ ماشومان دي.

بل خوا، د امریکا یوه استخباراتي راپور ویلیو چې تېره اوونۍ دمشق ته څېرمه د سوري نظام کیمیاوي برید کې کې لږترلږه ۱۴۲۹ کسان وژل شوي، چې ۴۲۶ پکې ماشومان دي، خو دمشق بیا دا راپور "بې بنسټه" بللی.

په راپور کې راغلي، چې د سوریې نظام د کیمیاوي وسلو او د سارین او وي اېکس غازو جوړولو داسې لویې زېرمې لري، چې تر دې هم ډېره تباهي رامنځ ته کولی شي.

راپور کاږي، چې د دمشق برید کې د اعصابو د ګډوډولو غاز کارول شوی، چې په غالب ګومان په سیمه کې د اسد د نظام ضد کسانو د له منځه وړلو په هدف کارول شوی.

په راپور کې دا هم راغلي، چې سوري نظام د روان کال په اوږدو کې څو ځلې په محدود ډول کیمیاوي وسلې کارولې دي.

ورته مطالب