اوباما:د کانګرس له موافقې وروسته پر سوریې برید کوو

Image caption امریکا وايي د سوریې حکومت د اګست په ۲۱ د دمشق څنډو کې د کیمیاوي وسلو برید کړی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، چې د مشرانو جرګې یا ګانګرس له موافقې وروسته به پر سوریې پوځي برید وکړي.

ښاغلي اوباما، چې به سپينه ماڼۍ کې یې خبرې کولې وویل، دسوریې موضوع مهمه ده او پر هغې باید بحث او رایه اچوونه وشي.

نوموړي وویل، په سوریه کې پوځي عملیات به محدود وي خو وايي په راتلونکې کې به د کیمیاوي وسلو دمخنیوي لپاره کافی وي.

هغه یو ځل بیا سوریه پر دې تورنه کړه، چې له دمشق سره یې نژدې کیمیاوي وسلې کارولي او دغه کار یې پر انساني کرامت برید بللی دی.

ولسمشر اوباما دغه برید د امریکا ملي امنیت ته ګواښ وباله:

" له ډیرو کره څېړنو وروسته مې پرېکړه وکړه، چې د امریکا متحده ایالات باید دسوریې پر هدافو پوځي بریدو وکړي. دغه بریده به تر ډیر وخته دوام ونه مومي بلکې زموږ برید دلنډ وخت لپاره طرحه شوی دی. خو زه باوري یم، چې د اسد له رژیم نه به د کیمیاوي وسلو د استعمال حساب واخلو او د دغه ډول کړنو مخنیوی به وکړو. په دغه برید سره به دکمییاوي وسلو د بیا استمعال مخه ونیسو."

د اوباما د دې پرېکړې په اړه، چې دکانګرس له هوکړې وروسته به پر سوریې پوځي یرغل وکړي، د سوریې چارواکو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

بل لور ته د عرب لیګ یا دعربي هېوادو دبهرنیو چارو وزیران به نن ( سپتمبر ۱ ) ناوخته د مصر په پلازمېنې قاهره کې د سوریې پر حالاتو دبحث لپاره سره جرګه شي.

عربي هېوادونه د سوریې حکومت پړ ګڼي، چې د روانې میاشتې په سر کې یې دمشق ته په څېرمه سیمو کې کیمیاوي وسلې کارولې دي خو حکومت دغه ادعاوې نه مني او وايي یاغیانو دغه وسلې کارولې دي.

عربي هېوادونه پر سوریې د پوځي برید پر سر یوه خوله نه دي.

بل لورته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین امریکا ننګولې، چې د سوریې حکومت له لوري د کمیاوي وسلو کارولو ثبوت ملګرو ملت امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د ښاغلي پوتین په وینا، جګړه کې د سوري یاغیانو پر ضد د سوري حکومت دریځ غښتلی دی او داسې حالت کې د دغه ډول بریدونو له لارې د یاغیانو پارول به د ده په وینا یو احمقانه کار وي.

داسې رپوټونه خپاره شوي، چې لوړ پوړي سوري چارواکي له هغو ودانیو وتلي، چې ښايي د امریکا د هوايي بریدونه موخه وي. په همدې حال کې ګڼ شمېر ګډوال د سوریې ګاوندي لبنان ته خوځیدلې دي.

پرون د سوریې لومړي وزیر خبرداری ورکړی و، چې دهېواد پوځي ځواکونه یې د هر ډول بهرنی برید په مقابل کې ځواب ته چمتو دي.

ورته مطالب