د فرانسې پارلمان د سوریې په اړه "شواهد" تر لاسه کوي

ټاکل شوې د فرانسې لومړی وزیر ژان مارک ایراو د پارلمان له غړو سره په کتنه کې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د کارېدنې په اړه د فرانسې د استخباراتو له خوا چمتو شوې دوسیه وړاندې کړي.

حکومتي سرچینو ویلي، استخباراتي مالومات ښيي، چې د سوریې حکومت تر زرو ټنو ډېر کیمیاوي مواد او زهرجن ګازونه زېرمه کړي دي.

ولسمشر فرانسوا اولاند د سوریې پر ضد د پوځي ګام ټینګ ملاتړ کړی، خو پر نوموړي زیاتېدونکی فشار دی چې د دغې مسلې په اړه د امریکا او برتانیې په څېر پارلمان وپوښتي.

وړاندې امریکا ویلي وو، داسې شواهد شته، چې د دمشق حکومت کیمیاوي وسلې او سارین غاز کارولي.

په همدې ترڅ کې سپینه ماڼۍ هڅه کوي د متحده ایالتو کانګرس وهڅوي چې د سوریې پر ضد پوځي اقدام ته هو ووايي.

ټاکل شوې د امریکا کانګرس راتلونکې اوونۍ پر دې مسلې رایه ورکړي.

Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان کړی چې د مشرانو جرګې له موافقې وروسته به پر سوریې پوځي برید کوي.

له بله پلوه راپورونه وايي، چې د سوریې مهم ایتلافي هېواد روسیه ختیز مدیتراني سمندر ته یوه څارونکي بېړۍ استوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاورف وايي، ماسکو د امریکا او برتانیې لخوا پر هغو وړاندې شویو دلایلو باندې قانع نه دی چې وايي، د سوریې حکومت کیمیاوي وسلې کارولې دي.

څو ورځې وړاندې د برتانیا پارلمان د سوریې پر ضد کومې پوځي کړنې کې ښکېلدل رد کړل.

خو د ناټو سرمنشي اندرېس فا راسموسن ویلي په دمشق کې د کمیاوي وسلو د ادعا شوې کارېدنې پر ضد کلک نړیوال ځواب ته اړتیا شته ده. هغه وویل په اوسنۍ نړۍ کې د کیمیاوي وسلو کارول د منلو وړ نه دي.

خو چین وايي د ملګر ملتو له تصویب پرته به د امریکا له خوا د سوریې پرضد د پوځي ګام مخالفت وکړي.

په خپله سوریه کې حکومت له ملګرو ملتو غوښتي چې پر ضد یې د هر راز یرغل مخنیوی وکړي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مېکداد له بي بي سي سره په خبرو کې ګواښنه وکړه چې د سوریې پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام به د القاعده او ورسره تړلو ډلو د ملاتړ په مانا وي.

همدې مهال د عربي ټولنې بهرنيو چارو وزيرانو چې په قاهره کې يې غونډه کوله پر ملګريو ملتونو او نړيوالې ټولنې غږ کړی چې د سوريې نظام پر وړاندې پرېکنده ګام واخلي.

دوی د خپلې غونډې پای يوه اعلاميه کې ويلي په کيمياوي وسلو پړه بايد په جنګي جرمونو محاکمه شي.

Image caption د برتانیا لومړي وزیر ډیره هڅه وکړه چې وکیلان دې ته وهڅوي چې د سوریې پر ضد پوځي اقدام ته هو ووايي خو داسې ونه شول.

د عربي ټولنې قاهرې دغې غونډې په ښکاره ټکيو دمشق د کيمياوي وسلو په کارولو تورن کړ، او د دغې ټولنې وياند ناصف حتي خبريالانو ته وويل اوس د عمل وخت رسېدلی دی:

"موږ پر ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غږ کوو چې د نړيوال قانونو بنسټونو له مخې خپلو مسئوليتونو ته ځير شي، پر دغه و حشي جرم پړه کسان پسې واخلي، چې د سوريې نظام يې بشپړ مسئوليت پر غاړه لري، هغو سرغړونو او وژنو ته د پای ټکی کېږدي، چې نظام په تېرو دووکلونو کې ترسره کړي دي".

خو د سوريې حکومت په پرله پسې ډول د کيمياوي وسلو کارولو تورونه رد کړي، او په خپل وار د تور ګوته خپلو مخالفو وسله والو ډلو او هغو هېوادونو ته نيسي چې د دغو وسله والو ملاتړ کوي.

د دمشق ختيځ کې په کيمياوي وسلو بريد چې امريکا يې د بېلګو شته والي خبره کوي، د ملګرويو ملتونو پلټونکو يې بېلګې غونډې کړې، او لا به له خپلو څېړونو وروسته خپلې پايلې اعلانوي چې کيمياوي وسلې کارول شوې که څنګه.

ورته مطالب