پوتین پر سوریه برید ''یو اړخیز تېری'' بللی

پوتین
Image caption پوتین ویلي: ''د ملګرو ملتونو له موافقې پرته هر راز پوځي برید یو اړخیز تېری دی''.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر سوریه د امریکا او لوېديځو ملاتړو برید یو اړخیز تېری بللی.

نوموړي ویلي ''د ملګرو ملتونو له موافقې پرته هر راز پوځي برید یو اړخیز تېری دی''.

په امریکا کې سناتورانو د یوه داسې پرېکړه لیک د مسودې پر جوړولو هوکړه کړې، چې له تاییدۍ وروسته به د سوریې پر وړاندې پوځي ګام ته اجازه ورکړي.

په دې اړه به راتلونکې اونۍ کې رایه اچونه وشي او له مخې به یې ولسمشر اوباما ته اجازه ورکړل شي، چې د کیمیاوي وسلو د کارونې د غبرګون او په راتلونکي کې د دغو وسلو د استعمال د مخنیوي په موخه د د سوریې د حکومت پر ضد محدود او پلان شوي بریدونه وکړي.

د دغه پرېکړه لیک له مخې به امریکايي حکومت ته د عملیاتو لپاره شپېته ورځې وخت ورکړل شي او که ښاغلی اوباما وغواړي د کانګرس په تاییدۍ یې د دېرشو نورو ورځو لپاره غځولای شي. د دغې مسودې له مخې، د سوریې پر ضد هېڅ ځمکنی امریکايي ځواک نشي کارول کېدای.

د اصولو ساتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دغه هېواد د کانګرېس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته په خپله وینا کې وویل، چې دوی داسې کره شواهد لري، چې د اګست په یویشتمه د کیمیاوي وسلو برید د ولسمشر اسد د ځواکونو لخوا تر سره شوی دی:

''موږ پخوا هم په وار وار د وېروونکو حالاتو پر ضد خبرې کړې دي. اوس موږ باید ودرېږو او د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره ګام پورته کړو. موږ باید د خپلو اصولو ساتنه وکړو او نړۍ ته باید د خپلو مسولیتونو د پوره کولو ډاډ ورکړو''.

Image caption د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره خبرداری ورکوي، چې دغه وضعیت د سوریې پر ګاونډیانو له زغمه دروند پېټی ور اچوی چې له امله یې ټوله سیمه د بې ثباتۍ له ګواښ سره مخامخ ده.

د امریکا په کانګرس کې د استازو د جرګې مشر جان بوینر ویلي، دی د سوریې پر وړاندې د پوځي ګام پورته کولو په اړه د ولسمشر اوباما د غوښتنې ملاتړ کوي. دا د ولسمشر اوباما لپاره یوه ستره بریا ګڼل کېږي.

ښاغلي بوینر وویل، امریکا باید د سوریې مشرتابه ته خبرداری ورکړي، چې د کیمیاوي وسلو کارونه به و نه زغمل شي.

په واشنګټن کې د امریکا او اسرایلو د ټولیزو اړیکو کمېټې په نامه یوې اغېزناکې ډلې هم له کانګرسه غوښتنه کړې چې د سوریې پر وړاندې د پوځي ګام ملاتړ وکړي.

سوري کډوال

د سوریې د څلورو ګاونډیو هېوادونو، لبنان، اردن، ترکیې او عراق د بهرنیو چارو وزیران د سوري کډوالو د روان کړکېچ په اړه نن په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې غونډه کوي.

دغه وزیران هیله لري، چې شتمن هېوادونه به د دغه کړکېچ په اواري کې د مرستې لپاره وهڅوي. د سوریې د روانې شخړې له امله تر دوو میلیونو ډېر سوري وګړي ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

Image caption د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې د کړکېچ په اړه په دوو برخو وېشل شوې ده. په دغې شورا کې روسیه او چین د ولسمشر اسد پر ضد د پرېکړه لیکونو د تاییدۍ مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره خبرداری ورکوي، چې دغه وضعیت د سوریې پر ګاونډیانو له زغمه دروند پېټی ور اچوی چې له امله یې ټوله سیمه د بې ثباتۍ له ګواښ سره مخامخ ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ویلي، که ثابته شي چې په سوریې کې کیمیاوي وسلې کارول شوې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا مسولیت لري چې یو موټې شي او په اړه یې ګډ ګام پورته کړي.

خو نوموړي ټینګار وکړ، چې ځواک یوازې له خپله ځانه د دفاع او یا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تاییدۍ په صورت کې کارول کېدای شي.

نوموړي وویل، په سوریه کې د وینې توېدنې د بندولو لپاره د هر شوني ګام پایلې هم باید وسنجول شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې د کړکېچ په اړه په دوو برخو وېشل شوې ده. په دغې شورا کې روسیه او چین د ولسمشر اسد پر ضد د پرېکړه لیکونو د تاییدۍ مخه نیسي.

ورته مطالب