اوباما د سوریې کیمیايي وسلې په نخښه کولی شي؟

Image caption د اګست په پای کې د خبرو پر وخت ولسمشر اوباما د امریکا له لوري د سوریې پر ضد د پوځي عمل ښکاره اهداف په ډاګه کړل.

متحد ایالات د سوریې پر ضد د هغه څه په ځواب کې د پوځي برید هڅه کوي چې وايي ښايي کیمیایي وسلې یې کارولي وي.

د اګست په پای کې د خبرو پر وخت ولسمشر اوباما د امریکا له لوري د سوریې پر ضد د پوځي عمل ښکاره اهداف په ډاګه کړل.

ده وویل هدف به یې د کیمیایي وسلو د کارولو له امله د اسد رژیم ته سزا وي چې بیا دغه ډول کار ونه کړي او د دغه ډول برید توان یې ختم شي.

خو ایا ولسمشر اوباما د سوریې کیمیايي وسلې په نخښه کولی شي؟

د دېپلوماتیکو مسایلو لپاره د بي بي سي خبریال جانتن مارکس یې وايي د سوریې د کیمیاوي وسلو ځینې برخې ښايي د ځمکې لاندې ښخ کړای شوي وي خو ځینې لویې برخې یې په اسانۍ سره د سټلایت په وسیله لیدل کېدای شي.

ډېری کیمیاوي وسلې له ګڼ مېشتو سیمو سره نژدې دي او ستونزه هم همدا ده.

پر دې سیمو د بمونو بریدونه ښايي د پام وړ زیان واړوي او د کیمیاوي وسلو د زېرمو خولې به هم خلاصې کړي چې په فضا کې خپاره شي او ډېرې سیمې ونغاړي.

له دې سره به احتمالا ډېر شمېر ولسي وګړي ومري.

له کلونو راهیسې امریکا د داسې توغندیو جوړول غوښتل چې وکولای شي خلکو ته د کوم خطر له پېښولو پرته د کیمیاوي وسلو زېرمې له منځه یوسي.

اوس امریکايي قوماندانان دغسې توغندي په لاس کې لري. دا توغندي په بېلا بېلو ډولو کارېدلی شي خو لومړنۍ وظیفه یې ډېره تودوخه ده.

دا توغندي کولای شي کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې په زېرمو کې له منځه یوسي. د دې توغندیو تودوخه خورا لوړه ده.

تودوخه یې له ۱۲۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ سانتي ګراتو ته رسېږي. ځینې کارپوهان وړاندیز کوي چې د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د له منځه وړولو لپاره همدومره تودوخې ته اړتیا ده.

د بي بي سي خبریال وايي دا چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو زېرمې له ګڼ مېشتو سیمو سره نژدې دي ښايي امریکايي پلان جوړونکي له دې ډډه وکړي چې په یو ځل پر ټولو زېرمو برید وکړي او پر ځای یې ښايي د دې زېرمو پر ځینو برخو لکه د برېښنا پر سیستمونو برید وشي.

له دې نه بل خوندی انتخاب ښايي دا وي چې د سوریې د وړتیا پر بلې برخې په ځانګړې توګه د کیمیاوي وسلو د کارولو پر سیستمونو برید وشي.

دا به په دې مانا وي چې د سوریې پر توبخانې، د توغندیو پر سیستم، الوتکو او د توغندیو د تولید پر فابریکو برید وشي.

سربېره پر دې پر اډو او هغو ودانیو هم برید کېدای شي چې د کیمیاوي وسلو پروګرامونه په کې پرمخ بیول کېږي.

خو دلته اولسمشر اوباما یوه ستونزه لري هغه دا چې دغه احتمالي اهداف لکه توپخانې او الوتکې چې پر یاغیانو د ولسمشر بشارلاسد د برلاسي مهم توکي دي برید وشي او ډېر ویجاړ شي دلته د پام تر حده پوځي انډول خرابېږي او د یاغیانو په ګټه تمامېږي.

دا هغه څه دي چې په ظاهره ولسمشر اوباما رد کړي دي.

دا چې ولسمشر اوباما د ګانګرس ملاتړ غواړي ښايي خپل فکر یې بدل کړی وي. خو د امریکا په پارلمان کې د هغو لوړ رتبه څیرو پر وړاندې چې د اسد د رژیم پرضد سخت اقدام غواړي هغه کسان ولاړ دي چې برید نه غواړي او یا هم د محدود برید پلوي کوي.

اوس نو ولسمشر اوباما له دوو خواوو سخت کار په مخکې لري.

اول دا چې پر سوریې د برید لپاره په کور دننه د سیاستوالو ملاتړ خپل کړي او دویم دا چې که برید کوي نو حد یې معلوم کړي چې تر څه حده به وي او دا ډاډمنه کړي چې برید به د لازم خبرداري لپاره وي نه دا چې ټول حالات بدل کړي.

ورته مطالب