د مسکو پر سرمشریزې د سوري بحران سیوری

شین جین پینګ
Image caption چین وړاندې پر سوریه د پوځي برید په اړه اندېښنه ښوولې وه.

د شلو شتمنو هېوادونو مشران د پنجشنبې پر ورځ د روسیې سن پیټرس بورک ښار کلنۍ غونډه کې سره راغونډ شوي.

بل خوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما هڅه کوي، چې پر سوریه د ادعا شویو کیمیاوي وسلو پر وړاندې د خپل کانګرس موافقه ترلاسه کړي.

د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو مخورې کمیټې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د کارونې په تړاو د پوځي ګام اوچتولو پلوي کړې ده.

دغه چاره به بیا هم د مشرانو جرګې بشپړ تصویب ته اړتیا ولري. دغه راز د استازو کمېټې تصویب هم اړین بلل کیږي.

د مشرانو جرګې کمیټې رایې ورکول بند شوي او د بي بي سي یو خبریال وايي د اوباما اداره به په شورا کې له سختې مبارزې سره مخامخ وي.

اوباما ویلي، د سویډن سټوکهولم کې ویلي، نړیواله ټولنه باید د کیمیاوي وسلو د مخنیوي لپاره"سره کرښه" وکاږي، چې په وینا یې "د دمشق څنډو کې د کارولو شویو کیمیاوي وسلو پروړاندې باید د چوپې خولې سیاست غوره نه شي".

بل خوا، روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین –چې پر سوریه له پوځي برید سره مخالف دی- د سرمشریزې تر پیلېدو وروسته ویلي چې "د ملګرو ملتونو له موافقې پرته به سوریه کې هر راز لوېديځ مداخله د نه منلو عمل وي".

"قناعت کوونکي دلایل"

کرملین د دمشق څنډو ته څېرمه د سوري نظام له لوري د کارول شویو کیمیاوي وسلو په اړه د "قناعت کوونکو دلایلو" غوښتنه کوي.

د امریکا د استخباراتي سازمان د راپور پربنسټ، دمشق ته څېرمه کیمیاوي وسلو او سارین غاز تر ۱۴۰۰ ډېر کسان وژلي.

اوباما اوس امنیت شورا کې د چین د نه موافقې له لویې ستونزې سره مخامخ دی، او پر سوري نظام یې د پوځي برید لپاره نیمه ینه نه شته، خو د چین (ویټو) حق لرلو یې پلان ځنډنی کړی دی.

Image caption اوباما به د سرمشریزې څنډو کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم نارسمي کتنه ولري.

چین وړاندې پر سوریه د پوځي برید په اړه اندېښنه ښوولې وه.

نارسمي لیدنې

د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل ویلي، چې هېواد به یې د سوریې ضد هېڅ پوځي ګام اخستو کې ګډون ونه کړي، همدا شان د برتانیا پارلمان هم ویلي، چې د سوریې ضد پوځي عمل کې برخه نه اخلي.

سپینه ماڼۍ وايي، د شلو هېوادونو روانې شرمشریزې په څنډو کې امریکایی ولسمشر بارک اوباما د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند او چینايي ولسمشر شي چین پینګ او د جاپان له لومړي وزیر شینزوا ابي سره جلا کتنې ولري.

د سرچینې په حواله، د سرمشریزې څنډو کې به ولسمشر اوباما له پوتین سره نارسمي کتنه هم ولري.

ورته مطالب