کینیا غواړي جنګي جرمونو محکمې نه ووځي

کینیا پارلمان
Image caption د کینیا واکمنه ټلواله له پارلمان نه غواړي چې دغه هېواد د جنايتونو د نړېوالې محکمې له غړيتوبه وباسي.

د کینیا پارلمان نن د يوې بېړنۍ غونډې په ترڅ کې پر دې بحث کوي چې د جنايتونو په نړېواله محکمه کې خپل غړيتوب لغوه کړي او که نه.

د کینیا د پارلمان دغه ګام په داسې حال کې مخې ته راځي چې له نژدې يوې اوونۍ وروسته به په دغه محکمه کې د بشري ضد کړنو په تور د دغه هېواد د مرستيال ولسمشر ويليم روټو محاکمه پيل شي.

ټاکل شوې چې د کینیا ولسمشر اوهورو کینیاتا هم په راتلونکي نومبر مياشت کې د جنګي جنايتونو په نړېواله محکمه کې له محاکمې سره مخامخ شي.

دوى دواړه په ٢٠٠٧ م کال کې له ناندريزو ټاکنو وروسته په تاوتريخوالي کې د لاس درلودو په تور محاکمه کېږي.

د اوهورو کینیاتا او ويليم روټو په مشرۍ ټلواله باوري ده چې پر پارلمان د دغه وړانديز د منلو لپاره کافي رايې لري.

د کینیا واکمنه ټلواله له پارلمان نه غواړي چې دغه هېواد د جنايتونو د نړېوالې محکمې له غړيتوبه وباسي.

آن که دغه وړانديز ومنل شي نو بيا هم پلي کېدل به يې شا وخوا يو کال وخت ونيسي، او دغه پرېکړه پر شته قضيو، د بېلګې په توګه د کینیا د ولسمشر او د هغه د مرستيال پر دوسيو کوم اغېز نه لري.

د جنايتونو په نړېواله محکمه کې د کینیا د غړيتوب لغوه کېدل به په نړېواله ټولنه کې وېره او هېښتيا رامنځ ته کړي او بل لوري ته نور هېوادونو ته به هم د ورته کړنې زړه ورکړي، په ځانګړې توګه د افريقا په لويه وچه کې چې پر "آى سي سي" يا د جرمونو نړېوالې محکمې تور پورې شوى چې ګواکې خپلې هڅې يواځې پر دغې وچې ورټولې ساتي.

ورته مطالب