پوتين: د اقتصادي کړکېچ خطرونه لا پر ځاى دي

Image caption د امريکا په اقتصاد کې د زياتېدونکې ودې نښې نښانې تر سترگو کېږي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ٢٠ سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو سرمشريزې ته په خپله وينا کې وويل نړېوال اقتصادي کړکېچ ته د بېرته ستنېدو خبره نه شي ردېداى.

ښاغلي پوتين وويل دوى شته ستونزې نه دي هوارې کړې چې نړېوال اقتصاد د پر له پسې او انډوليزې ودې په لور سم شي.

د جي ٢٠ ( ٢٠ پرمخ تللو هېوادونو) مشران چې د روسيې په سينټ پېټرزبرگ ښار کې سره جرگه شوي و، د گڼ مليتي شرکتونو له لوري د ماليو د نه ورکړې د مخنيوي پر لارو چارو يوې هوکړې ته د رسېدو په لور پرمختگ وکړ.

د دغې سرمشريزې اقتصادي اجنډا د سوريې د کړکېچ تر سيورې لاندې راغله

ښاغلي پوتين وويل "زموږ لومړنۍ دنده دا ده چې نړېوال اقتصاد د پرله پسې او انډوليزې ودې په لور ستون کړو. په خواشينې سره چې دا ستونزه لا نه ده هواره شوې. سخت مالي کړکېچ کې د کېوتلو شرايط لا پرځاى پاتې دي".

د جي ٢٠ هېوادونو مشران د اقتصادي ودې او د دندو د زياتولو په برخه کې پر کار سره سلا شول.

آسانه گټه

د دغو هېوادونو چې د ټولې نړۍ د وگړيو د شمېر دوه دريمه برخه جوړوي، د استازو غونډې د اقتصاد هڅوونې لپاره د امريکا د شته پروگرام د ختمولو پر اغيزو هم غور وکړ.

د ايرو کاروونکو هېوادونو او د امريکا په اقتصاد کې د زياتېدونکې ودې نښې نښانې تر سترگو کېږي.

دا په دې مانا ده چې تگلاره جوړوونکي په تېره په امريکا کې پلان لري چې د اقتصادي کړکېچ د اغيزو کمولو په موخه له آسانه کړل شويو مالي تگلارو نور ځانونه لرې کړي.

خو د چارو څارونکي اندېښنه څرگندوي چې پانگوال لا دې ته نه دي چمتو چې د سود خورا ټيټې بيې او آسانې گټې ته د پاى ټکى کېښول شي او دا موضوع هم د بحث مهم ټکى و.

د امريکا د مرکزي بانک مشر بن برنانک وويل په راتلونکې مې مياشت کې به امريکا خپل هغه پروگرام ودروي چې له مخې يې مارکېټ ته د ارزانه پيسو د برابرولو په موخه هره مياشت د ٨٥ ميليارد ډالرو په رزښت بيه لرونکې پاڼې ( باند) رانيسي.

خو د چين استازي وويل امريکا بايد په دې برخه کې بېړه و نکړي او پر نړېوالو مارکېټونو او د نړېوال اقتصاد د بيا رغېدنې بهير پر دوام د دغې کړنې اغيز ته پام وکړي.

خو د امريکا د مرکزي بانک مشر څرگندونې د دې لامل شوې چې په ځينو بازارونو کې د پيسو بيې پرېوځي، په پام وړ کچه په هندي بازارونو کې، چې روپۍ په بې سارې توگه خپل ارزښت بايللى

ورته مطالب