د سوماليا موګديشو رسټورانټ مرګونو چاودنو لړزولی

د سوماليا پلازمېنې موګديشو کې د پارلمان له ودانۍ سره څېرمه په يوه مشهور رسټورانټ کې چاودنو د پوليسو په وينا لږترلږه ۱۵ کسان وژلي دي.

دغه رسټورانټ کې چاودنې د غرمنۍ مهال شوې دي. رسټورانټ په حکومتي کارکوونکو او خبريالانو مشهور دی او مخکې هم په نښه شوی و.

دا لا روښانه نه ده چې دغه بريدونه چا کړي، چې داسې ښکاري د رسټورانټ چت ډېره برخه يې ويجاړه کړې وي.

سوماليا د توندلارانو په مشرۍ اورپکۍ او هم جرمونو سره لاس او ګرېوان ده.

رسټورانټ چې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره نژدې دی، د بريدونو پر مهال په کې ګڼه ګوڼه وه.

ځايي راپورونه وايي له رسټورانټ بهر يو موټر بم چاودنه شوې، او دا چې يو خانمرګي بيا د هغو خلکو ترمنځ چې په سيمه کې راغونډ شوي وو، خپل ځان وچاوه.

دغه رسټورانټ چې د ولسمشرۍ ماڼۍ يو کيلومټرۍ واټن کې دی، د دغه ښار امنيتي سيمه کې نه دی، خو په خبريالانو او هغو کسانو مشهور دی چې سياسي کړيو کې فعال دي.

دغه رسټورانټ چې د يو سومالي سوداګر احمد جاما چې په ۲۰۰۸ کال کې له بريتانيا ورستون شوی، په تېر سپتمبر کې د دوو ځانمرګو له خوا په نښه شوی و، چې په چاودنو کې يې ۱۴ کسان ووژل شول.

په ۱۹۹۱ کال کې ولسمشر سياد بارې له پرځولو وروسته سوماليا د ټبرونو پر بنسټ د جنګسالارانو، توندلارانو او ګاونډيانو ښکېلتيا ليدونکې وه، چې ټول په کې پر واګو د منګولو ټينګولو جګړه کې دي.

ولسمشر حسن شيخ محمد يو کال مخکې د ملګريو ملتونو ملاتړ هڅو کې واک ته ورسېد، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د دوو لسيزو اوږدې مودې تاوتريخوالی پای ته ورسوي.

سره له دې چې د الشباب اسلامي ډله په ۲۰۱۱ کال کې له پلازمېنې موګديشو بهر ايستل شوې، خو له هغه راهيسې يې په وار وار د ښار دننه بريدونه کړي دي.

دغه ډله لا تر اوسه د سوماليا پر جنوبي او مرکزي برخو ولکه لري.

ورته مطالب