د اسټراليا ټولټاکنې: روډ ماته منلې، په داسې حال کې چې ابوټ بری ګټلی

Image caption د ټوني ابوټ مخالف ائتلاف د بري پر لور ښکاري

د اسټراليا لومړي وزير کېوېن رو‌ډ ټولټاکنو کې ماته منلې، په داسې حال کې چې د ټونی ابوټ لېبرال نشنل يا ازادۍ پلوه ملي ائتلاف ستر بری ګټلی دی.

ښاغلي ابوټ وويل دی د وړتياو لرونکي او باور وړ يوه حکومت جوړولو ته سترګې پر لار دی.

د ۳/۲ رايو شمېرلو سره مخالف ائتلاف پارلمان کې اکثريت خوندي کړی دی.

ټاکنيزې مبارزې ډراماټيکې وې، چې اوسني لومړي وزير کېوېن راډ په کې د رايې اچونې مودې نه يوازې څو اوونۍ وړاندې جوليا ګيلارډ د لومړي وزارت له دندې او د خپل کارګر ګوند له مشرۍ لرې کړه.

اقتصاد، پنا غوښتنې او د کاربون ماليه د ټولټاکنو مهمې مسئلې وې.

ښاغلي روډ دغه ټولټاکنې وروسته له هغه وبللې چې په تېر جون کې يې د خپل کارګر ګوند مشرۍ ننګونه کې جوليا ګيلارډ ته ماته ورکړه، په داسې حال کې چې نظر پوښتنو د کارګر ګوند حالت مخ پر ځوړ ښود.

په داسې حال کې چې نيمې رايې شمېرل شوې، د اسټراليا خپرونديه شرکت (اې بي سي نيوز) خپلې ارزونې تر ډېره ټيټې ښوولې، چې ائتلاف په کې د ۸۸ څوکيو او کارګر ګوند د ۵۹ څوکيو ګټونکي ښوول شوي دي.

ښاغلی ابوټ چې په ۲۰۰۹ کال کې يې د ائتلاف مشري پر غاړه اخيستې، خپله رايه يې د سيډني شمال کې ورکړه.

ښاغلي ابوټ خپلو لمانځونکو پلويانو ته د بري وينا کې وويل "سر له نن نه اعلانوم چې اسټراليا تر نوي مديريت لاندې ده، او اوس د کار لپاره پرانيستې ده."

ښاغلي روډ وويل ښاغلي ابوټ ته يې ټليفون کړی او د نېکو هيلو څرګندونه يې ورته کړې ده.

ده وويل "ما خپلې ټولې هڅې په کې وکړې، خو دا زموږ لپاره بس نه وه چې ويې ګټو". خو زياته يې کړه دی خوشاله دی چې کارګر ګوند "راتلونکي کې د پاتې کېدونکي مبارز ځواک" په توګه ځان ته ځای خوندی کړی دی.

د رايې ورکونې بهير پیل

Image caption د قانون له مخې باید د اسټرالیا ټول هغه اوسېدونکي، چې عمر یې له ۱۸ کلونو زیات وي رایې وکاروي.

اسټرالیایان داسې حال کې ټولټاکنو کې خپلې رایې کارووي، چې دټوني اېبټ اپوزېسیون اییتلاف ویلي، د لیبر ګوند شپږ کلنه واکمنې به پای ته ورسوي.

تر سره شوې ټولپوښتنې ښيي، چې درې میاشتې مخکې د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی کېوین رووډ د خپل سیال پر تله وروسته دی.

دواړه لوري د اسټرالیا د بودېجې کسر کمولو په باب یوه خوله نه دي، خو دغه هېواد ته د کښتیو له لارې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لړ کې ژمن دي.

د قانون له مخې باید د اسټرالیا ټول هغه اوسېدونکي، چې عمر یې له ۱۸ کلونو زیات وي رایې وکاروي.

د شنبې ورځې په ټولټاکنو کې تمه کېږي، چې له ۱۴ میلیونو ډېر کسان خپله رایې وکاروي.

د رایې کاروونې له پیله لږ مخکې د اسټرالیا د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ، چې لومړیو شیبو کې ۳ اعشاریه ۲ میلیونه کسانو رایې کاروولې دي، چې دا یو ریکارډ دی.

ښاغلي رووډ د اندېښنې وړ رایو شمېرو وروسته په جون میاشت کې د مشرتابه یوې ننګونې بهیر کې جولیا ګېلارډ ته له ماتې ورکولو وروسته د ټاکنو تر سره کولو اعلان وکړ.

لیبر په پیل کې خپلې شمېرې په زړه پورې وبللې. خو په وروستیو اوونیو کې ښاغلي اېبټ بېرته واټن پراخ کړ. هغه د روپرټ مرډک د مبارزو ورځپاڼو ملاتړ تر لاسه کړ او په ټولپوښتنوکې مخکښ پاتې شو.

د رایې کاروونې مرکزونو له پرانیستل کېدو لږ وروسته ښاغلي اېبټ له خپلې مېرمنې او لوڼو سره یو ځای د سیډني په وارینګاه حوزې کې خپله رایې وکاروله. دهغه په وینا:

"نن هر څه کېدای شي، زه په ټولپوښتنو باور نه لرم، کېون رووډ په ټولپوښتنو باور نه لري، ګومان کوم دا ډېرې نژدې دي."

ښاغلی رووډ چې په خپل ښار برسبن کې پر برېکفاسټ ټلویزیون څرګند شو، داسې نه ښکاري، چې له ماسپښینه مخکې به وکولای شي، خپله رایې وکاروي.

دواړو مهمو کاندیدانو د جمعې په ورځ د کمپاین په وروستیو شیبو کې خپلې څرګندونې وکړې. ښاغلي رووډ له هغو رایې ورکوونکو، چې لا یې پرېکړه نه ده کړې، وغوښتل، چې دوی کولای شي، واټن لنډ کړي.

ښاغلي ایېټ ژمنه کړې، چې د کاربن مالیې هغه پالیسي به لغو کړي، چې د تېرو دریو کلونو په مودې کې یې موسمي بدلون د قانون لړ کې اسټرالیا ته په نړۍ کې لومړی مقام ورکړی.

کتونکي وايي رایې ورکوونکي چمتو دي چې لږکۍ حکومت، د هغه کاربن بیو ټاکنې، کان کېندنې او د فایبر اپټیک براډ بېنډ شبکه د کوچني حکومت، لږ ډېبیټ او د لا زیاتې کورنۍ توجه بدل کې رد کړي.

ورته مطالب