هند: هغه سړی نیول شوی چې "سلګونه ودونه" یې کړي

Image caption وجې وايي، د خپلو ودونو کره شمېره یې یاد نه ده.

د هندوستان په مرکزي ایالت چتیس ګړ کې پولیس وايي، ویجې ګج بهیې نومي یو سړی یې نیولی، چې پرې له حکومت نه د امتیازاتو تر لاسه کولو لپاره د سلګونو ودونو کولو تور دی.

د خبریال الوک پتل په وینا له نیول کېدو وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ۴۷ کلن ګج بهیې وویل، یاد یې نه دي، چې څومره ودونه یې کړي دی.

د ځايي پولیسو یوه افسر ششي موهن سنګ وايي:

" د وجې هره خبره په پټو سترګو د منلو نه ده، خو د اوس لپاره د نوموړي خلاف د جعل کارۍ لړ کې قضیه ثبت شوې او د شکایتونو له مخې ته راتلو وروسته به قضیه مخ ته لاړه شي."

د نوموړي په وینا:

"زما لپاره ګرانه ده باور وکړم، چې هغه به زرګونه ودونه کړي وي، خو هر څومره ودونه یې چې کړي، موږ یې په باب معلومات یو ځاي کوو."

چتیس ګړ ایالت کې د وروسته پاتې قبایلو لپاره د پرمختګ اداره د لوړ توکمه کسانو او د هندي اساسي قانون له مخې د قبایلي هلکانو او نجونو تر منځ د ودونو به صورت کې پېسې ورکوي.

پولیس وايي له وجې څخه یې یو شمېر جعلي اسناد تر لاسه کړي دي.

وجې وايي دا هر څه اسان کار نه و، ځکه د نوموړي په وینا لومړی به یې د نجلۍ لټون کاوه، وروسته به د واده کولو لپاره د هغې تایید تر لاسه کاوه او بیا به یې د واده پر مهال اخیستل شوي انځورونه چارواکو ته وړاندې کول او د مرستې۲۰ زره روپۍ به یې ترلاسه کولې.

وجې اوسمهال د پولیسو په توقیف کې دی. هغه د پنجشنبې په ورځ ونیول شو.

ورته مطالب