د اغا خان پنځو ودانیزو پروژو د ۲۰۱۳ کال جایزې وګټلې

د پرتګال پلازمېنه لیزبن د اغان خان د ۲۰۱۳ کال ودانیزو جایزو وېشلو مراسمو کوربه و، چې بالاخره پنځه ودانۍ پکې بریالي اعلان شوې (د زړه د جراحۍ سلام مرکز، د بیرزیت تاریخي مرکز رغول، د رباط زېربنايي سلا پروژه، د تبریز بازار بیا ودانول، او اتریش کې د التاش اسلامي هدیره).

د جوایزو وېشلو مراسمو ته د برازیل ولسمشر او اغا خان هم ورغلي وو.

په هرو درو کلونو کې د اغا خان د ودانیزو پروژو جایزې وېشل کېږي.

دغو جایزو ته د اغا خان هغه کوچنۍ او لویې ودانیزې پروژې کاندیدېږي، چې له اوسني چاپېریال سره سر خوري.

د اغا خان له خوا د جایزو دغه لړۍ په ۱۹۷۷ کال پیل شوې، چې هدف یې هغو ټولنو کې د ښکلیو ودانیو جوړولو ته د خلکو هڅول دي، چې ډېری مسلمانان پکې مېشت دي.

د جایزو جرګه ګۍ یوه غړي عمر عبدالعزیز الحلاج بي بي سي ته وویل: "د جایزو له وېشلو هدف د لړ هغو نویو افکارو خپرول دي، چې د مسلمانانو پر اوسني او راتلونکي تاریخ پورې تړاو لري، چې دغه کلتور نړۍ کې ډېر پایښت ولري".

د اغا خان سږ کال ودانیو جایزو ته هغه ودانۍ نومول شوې، چې خټو جوړې شوې، ښوونځي دي، او یا لوکسې عصري ودانۍ دي.

جایزه یو میلیون ډالر وه، چې پر پنځو بریالي شویو ودانیو ووېشل شوه.

دغه مبلغ نه یوازې ګټیالیو ودانیو ته ورکړل شوې، بلکې د دغو ودانیو انجنیرانو، کارګرو، ښاروالیو او ماهرو کارکوونکو ته هم ورکړل شوې.

۳۶ کاله مخکې د جایزې له جوړښت راهیسې، د اغا خان د ودانیو جایزې تر ۱۱۰ ډېرو پروژو ته ورکړل شوې.

بریالۍ پروژې په لنډو کې

د زړه د جراحۍ سلام مرکز

د سلام د زړه د عملیاتو مرکز ۶۳ بستریز روغتون دی.

دغه مرکز په ۱۹۹۴ له جوړېدو راهیسې تر اوسه تر پنځه اعشاریه څلور میلیون ډېرو ناروغانو درملنه کړې ده.

د سلام مرکز د عملیاتو درې خونې لري.

د بیرزیت تاریخي مرکز ودانول، فلسطین

د دغې پروژې جوړښت نژدې پنځه کاله وخت ونیو، هدف یې د بیرزیت بیا ودانول وو، چې نژدې پنځوس کلي پکې راځي، چې په دې سره د ښار خلکو ته یوه ښه کاري زمینه برابره شوه.

د دغې پروژې د تحکیم عالي جرګه ګۍ دا یوه ډینامیکي پروژه ګڼلې ده، دغې پروژې سیمې ته نه یوازې اقتصادي ګټه ورسوله، بلکې د ترمیم، ټولنې او سیاست له اړخه یې هم سیمې ته ډېره ګټه ورسوله.

د رباط پروژه ـ د المغرب زېربنايي سلا عصري پروژه

دغې پروژې رباط او سلا ښارونه د دویم حسن د پله په جوړېدو سره ونښلول. دا پروژه له درو اړخونو ډېره مهمه ده: د پله نمونوي جوړښت، د زېرنا ښکلا، او عصري پلان او ډیزاین.

پر دغې پروژې هم ډېرې پیسې لګېدلې دي، خو د ښکلا او اهمیت له اړخه په دومره ډېر لګښت ارځي

د تبریز، ایران بازار بیا ودانول

د لسمې میلادي پېړۍ لرغوني تبریز بازار تر اوږد مهال پورې د ښار د یوه لوی سوداګریز مرکز په توګه پاتې شوی، خو د شلمې پېړۍ پای ته رسېدو سره، دغه بازار په خرابېدا شو. د دغې نژدې ۲۷ هکټاره ودانۍ ساتنې لپاره چې تر پنځه اعشاریه پنځه کیلومترو ډېره بازاري برخه یې سرپټې ده، د حفاظت لپاره چټک کارونه پیل شول.

د تحکیم جرګه ګۍ دغه پروژه او د اړوندو اړخونو ترمنځ یوه نمونوي او د همغږۍ او مرستې ډګه چاره وبلله.

اسلامي هدیره، التاش، اتریش

تر ډېر وخت پورې، اتریش کې ځینو مسلمانانو مړي خپلو اصلي هېوادونو ته لېږدول او همالته به یې خښول.

خو ځینو مسلمانانو وغوښتل، باید هغه هېواد کې یې مړي هم خاورو ته وسپارل شي، چې پکې پیدا شوي دي. همدا وو چې ځینو لوبغاړو، او د بېلابېلو ټولنو غړو له ځايي چارواکو او نا حکومتي سازمانونو په سیمه کې د یوې داسې هدیرې د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې هلته خپل مړي خښ کړي.