کېري وايي پر سوریې برید نه کول ډېر خطرناک دی

Image caption ښاغلي کېري وویل په سوریه کې د کړکېچ حل لاره سیاسي ده نه پوځي خو تر هغه چې ولسمشر بشارالاسد د خپلو مخالفینو له وژلو لاس وا نه خلي سیاسي حل شونی نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري خبرداری ورکړی چې د ادعا له مخې د سوریې د پوځ له خوا کیمیاوي وسلو کارېدنې ته ځواب نه ورکول به د پوځي اقدام پرځای ډېر خطرناک وي.

نوموړي د سوریې پرضد د پوځي اقدام لپاره د ملاتړ د ترلاسه کولو د هڅو په ترڅ کې نن په لندن کې د برتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ویلیم هېګ سره ولیدل.

ښاغلي کېري وویل په سوریه کې د کړکېچ حل لاره سیاسي ده نه پوځي خو تر هغه چې ولسمشر بشارالاسد د خپلو مخالفینو له وژلو لاس وا نه خلي سیاسي حل شونی نه دی.

په همدې حال کې د سوریې ولسمشر بشارالاسد په یوې تلوېزیوني مرکې کې ویلي هېڅ داسې شواهد نشته چې ګواکې ده د خپلو خلکو پرضد کیمیاوي وسلې کارولي دي.

نوموړی وايي که امریکا کولی شي نو دا خبره دې ثابته کړي چې ده د پلازمېنې دمشق په لمنو کې پر خپلو خلکو کیمیاوي وسلې کارولي دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر اسد دغه څرګندونې رد کړې.

"دې کس د خپل رژيم له لارې، خپل تر زرو ډېر خلک وژلي دي. په تېرو څو میاشتو کې ده تر سلو زرو ډېر خلک وژلي دي. هغه ښوونځي په سکرټ توغندیو ولي، هغه خپلې الوتکې په ماشومانو کاروي. دا کس هېڅ اعتبار نه لري، هر چا د هغه کړنې لیدلي دي. زه په نړۍ کې هر چا ته هغه شواهد وړاندې کولی شم چې موږ یې د هغه د دوکو په اړه لرو."

په همدې حال کې روسیې او سوریې له امریکا نه غوښتنه کړې چې خپلې هڅې دې د سوریې د کړکېچ د هوارۍ لپاره پر یوه کنفرانس ور ټولې کړي.

په مسکو کې د سوریې له بهرنیو چارو وزیر سره له خبرو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل پر سوریې به د امریکا له خوا پوځي برید جدي پایلې ولري.

"د بل هر وخت په پرتله ډېر شمېر سیاستوال زموږ له نظر سره همغږي دي چې د زور استعمال به په سوریې او ګاونډي هېوادونو کې ترهګري خپره کړي او د کډوالو بهیر به ډېر زیات شي. له کله چې امریکا د سوریې پر ضد د برید په اړه خپله موخه څرګنده کړې نو دغه ډول بهیر لا له پخوا پیل شوی دی."

ښاغلي لاروف زیاته کړه چې د سوریې مشرتابه په یوه نړیوال کنفرانس کې چې روسیې او امریکا یې تېرکال غوښتنه کړې وه خبرو ته چمتو ده.

هغه یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې امریکا باید د پوځي اقدام پرځای سیاسي حل ته پام وکړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ټینګار کوي چې د سوریې پر ضد د امریکا پوځي برید به محدود او د بشارالاسد د رژیم د کیمیاوي وسلو د کارونې د وړتیا د له منځه وړولو لپاره وي.

نوموړي زیاته کړه بشارالاسد کولای شي نړیوالې ټولنې ته د خپلو ټولو کیمیاوي وسلو په سپارولو د پوځي اقدام مخه ونیسي.

د ښاغلي کېري په وینا بشارالاسد باید دا چاره په راتلوونکې اوونۍ کې له ځنډ پرته ترسره کړي خو په وینا یې چې دې چارې ته به بشارلاسد غاړه کښې نه ږدي.

ورته مطالب